(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۵) فرانسه کې د ناپېژانده وسله والو په برید کې دوه کسه وژل شوي دي. د راپورونو له مخې پېښه د فرانسې مارسي ښار کې شوې ده. لومړنيو معلوماتو نه څرګنیدیږي چې وسله والو له کلاشنیکوف په استفادې پر خلکو ډزې کړې دي.
فرنسوي چارواکي وایي: ښایي دا یو ترهګریز برید نه وي بلکې شونې ده یوه جنايي پېښه وي. په تېرو څو ورځو کې دا په فرانسه کې دویمه ورته پېښه ده چې رامنځ ته کیږي. تر دې وړاندې په یوه برید کې هم څو کسان ټپیان شوي وو. پولیس وایي د برید په اړه څېړنې روانې دي او معلومات به له خلکو سره شریک کړي.


















