هلمند: د ملي اردو پر کنډک موټربم برید شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی۶)
د هلمند ځایي چارواکي وایي چې نن سهار وختي د دې ولایت د نادعلي ولسوالۍ اړوند د حاجي شیرین جان په څلور لاري کې د ملي اردو د درېیمې لوا پر اول کنډک د موټر په واسطه سرتیری برید شوی چې له کبله یې ګڼو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د دې ولایت د والي ویاند عمرځواک د لومړنیو معلوماتو په اساس په یاد برید کې د ملي اردو د دوو سرتیرو د وژل کیدو او څلورو نورو د تپي کیدو خبر ورکوي .
راپورونه وایي چې برید سهار وختي شوی او بریدګر توانیدلی چې قرارګاه ته دننه شي او ولسي خلکو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې چې برید د جابر په نامه د ددوی یو ملګري دپولیسواواربکیانوپر ګډمرکز ترسره چي په خبره یې، په یاد برید کي دمهمو قومندانانو په شمول۱۱۰تنه مړه ژوبل اوترخاورولاندي شوي او ۴ شوبلې یې ویجاړي شوې دي.
احمدي ویلي؛ داهغه مرکزووچي له دې ځایه به عملیات کیدل.



