هغه افغانان چې د بهرنیو ځواکونو د جنګي ماموریت پر مهال یې د بهرنیانو د ترجمان دنده ترسره کړې اوس هم خلکو ته نه شي ویلای چې ’موږ د بهرنیانو ترجماني کوله.‘
یو افغان وګړی، چې له برتانوي سرتېرو سره یې له ۲۰۰۹ز کال بیا تر ۲۰۱۴ز کال پورې د ژباړن دنده ترسره کړې او اوس په برتانیا کې د افغان ترجمانانو استازولي کوي، بي بي سي سره په خبرو کې ویلي چې ترجمانان اوس هم د ډار له امله خپل ځان نه شي څرګندولای.
نوموړی وايي، ”له بهرنیانو سره د ژباړن په توګه کارکوونکي افغانان حتی اوس هم چا ته نشي ویلای چې موږ د بهرنیانو ترجمانان وو. که خلک پرې پوه شي، وبه یې وژني. کورنۍ به یې هم ووژني، شکنجه به یې کړي، او نورو ته د درس او عبرت لپاره به یې ویډیوګانې پر سوشل میډیا خپرې کړي.“

محمد حارث زیاته کړې، ”موږ له برتانوي سرتېرو سره په افغانستان کې کار کاوه، دوی سره مو کومک کاوه چې خپلو موخو ته ورسېږي. په سختو حالاتو کې مو مرسته ورسره وکړه. د دوی ژوند مو وژغوره. اوس دا د دوی فرض دی چې خپله دنده ترسره کړي او په افغانستان کې د پاتې کسانو مرسته وکړي.“
د بهرنیو ځواکونو د جنګي ماموریت پر مهال، ګڼ شمېر په انګرېزي ژبه پوهېدونکو افغانانو د بهرنیو سرتېرو د ترجماني دنده غوره کړه، خو په ۲۰۱۴ز کال کې د بهرنیو ځواکونو د جنګي ماموریت په پای ته رسېدو سره ترجمانانو خپلې دندې له لاسه ورکړې.
له بهرنیانو سره دنده ترسره کوونکي ځینې ترجمانان په بهرنیو هېوادونو کې مېشت شول، خو زیاتره یې اوس هم په افغانستان کې د ډار ژوند کوي، او هڅه کوي د بهرنیو هېوادونو د وېزو په ترلاسه کولو سره خپل ځان او کورنۍ له هېواده وباسي.
په دې وروستیو کې، یوه امریکايي سناتور، رانډ پاول، د امریکا سنا مجلس ته د خبرو پر مهال ویلي چې افغان ترجمانان باید په خپل هېواد کې پاتې شي، او ”د لوېدیځ فکر او جذابیت افغانستان ته ولېږدوي.“
نوموړي د امریکا له سنا مجلس ټینګه غوښتنه کړې چې افغان ژباړونکو ته د وېزو ورکول سخت کړي.
رانډ پاول ویلي، ”تر دې دمه مو ۶۰ افغانان منلي دي. زما هدف دا دی، که دوی په انګلیسي غږېدلای شي او د ترجمانانو په توګه له موږ سره مرسته کوي، باید په خپل هېواد کې پاتې شي او د خپل هېواد معماران شي. هغوی باید د لوېدیځ فکر او جذابیت افغانستان ته ولېږدوي“.
بي بي سي په یوه وروستي راپور کې ویلي، برتانیا په خپله وروستۍ طرحه کې، چې له مخې به یې هر هغه افغان ته وېزه ورکړل شي چې د برتانوي سرتېرو د ترجمان دنده یې ترسره کړې، ناکامه شوې او حتی د یوه افغان ترجمان امنیت یې هم نه دی تامین کړی.
د راپور له مخې، د برتانیا د پارلمان ځینو غړو د دې هېواد په دفاعي کمېټه کې د برتانیا پر یاده طرحه نیوکې کړې دي.
د برتانیا د پارلمان یوه استازي او د دفاعي کمېټې رییس، جولیان لیویس ویلي، ”که برتانیا هغه کسان چې زموږ له سرتېرو سره د مرستې لپاره یې خپل ژوند په خطر کې اچولی د دښمن رحم او کرم ته پرېږدي، په راتلونکو جګړو کې به سخته وي چې سیمه ییز خلک زموږ مرستې ته تیار شي.“
د برتانیا په مخکینۍ طرحه کې یوازې هغه افغانان منل کېږي چې په لومړیو کرښو کې یې یو کال دنده ترسره کړې وي. خو په نوې طرحه کې، چې تر دې دمه ناکامه بلل شوې، هر هغه افغان منل کېږي چې له برتانویانو سره یې کار کړی وي.
په دې طرحه کې، چې تراوسه پورې یې کوم افغان ژباړن نه دی محفوظ کړی، زیات پام بدیلو لارو ته شوی، لکه د افغانستان په نسبتا امن سیمو کې ځای پر ځای کول، او د امنیت مشورې ورکول. برتانیا ته د ترجمان تلل په دې وروستۍ طرحه کې وروستی انتخاب دی، چې تراوسه هیڅ ژباړن ته په لاس نه دی ورغلی.
د برتانیا د پارلمان یادې کمېټې حکومت ته سپارښتنه کړې چې له ترجمانانو او کارمندانو سره نرم چلند وکړي او له سختۍ کار وانخلي.


















