(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۶)
د پاکستان د لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي په بلنه د ګډحکومت یو لوړپوړی پلاوی چې حنیف اتمر یې مشري پر غاړه لري، اسلام آباد ته ولاړ.
اتمر به له پاکستاني چارواکو سره د سولې په تړاو او همداراز په پوله کې د شته خنډونو په اړه له پاکستاني چارواکو سره وګوري.
کابل ـ اسلام آباد د اړیکو ښه والي او د همکاریو زیاتېدو لپاره د عمل پلان جوړوي.
په دې لیدنه کې به د دغه اووه ماده ییز پلان د عملي کېدو لپاره دواړه لوري په لوړه کچه بحث وکړي.
اتمر به د پاکستان د لومړي وزیر خاقان عباسي، د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار ناصر جنجوعه سره وګوري.
دا سفر داسې مهال کیږي چې پاکستاني پارلمان په دې وروستیو کې د فاټا قانون هم د رایو په اکثریت سره منلی او افغان حکومت پرې سوړ غبرګون ښودلی دی.
په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې دواړه لوري به په دې اړه خبرې وکړي کنه.
باید وویل شي چې کابل او اسلام آباد په دې وروستیو تر بل هر وخت ډیر سره نږدې شوي او د استخباراتي معلوماتو د شریکولو، د ډیورند پر فرضي کرښه د وسلوالو پر ضد د عملیاتو د پیل او ګڼ نور تړونونه تر سره کړي.
















