روزګان: د بانک د ساتونکو مشر د بانک مسؤل په ګډون درې تنه وژلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۶) د روزګان ولايت په مرکز  ترينکوټ کې د نيوکابل بانک د ساتونکو مشر د دغه بانک مسؤل او درې کسان وژلي دي.

ځايي سرچينې وايي، پېښه نن غرمه د يوې نيمې بجې شاوخوا کې شوې او په پېښه کې دوه تنه نور ټپيان شوي هم دي.

تر اوسه د پېښې د رامنځته کېدو اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی خو سيمې ته نږدې خبري سرچينو ويلي د بانک د مسئول او د ساتونکو د مشر تر منځ لومړی لفظي شخړه شوې او وروسته ياده پېښه رامنځته شوه.

ويل کېږي، د بانک د ساتونکو مشر او د درې کسانو قاتل د ملي امنيت له لوري نيول شوی او څېړنې ترې روانې دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button