(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۶) د پروان ولايت په بګرام ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو د ګزمې پر ټانګ د ماين چاودنه شوې چې عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
ځايي سرچينې وايي، د يادې ولسوالۍ مربوط د قلعه نصرو په سيمه کې پرون ماسختن چاودنه وشوه چې د هغوی له لوري شاوخوا پر شاوخوا سيمو د وسلو ډزې وکړې خو چاته پکې زيان نه دی اوښتی.
طالبانو د دغه چاودنې مسئوليت منلی او وياند يې ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې ټانګ په ټوليزه توګه ويجاړ شوی او پکې ناست څلور تنو امریکايي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سيمې اوسېدونکي وايي، د چاودنې په ځای کې د امریکايي ټانګ ټوتې پاتې شوي او سيمه کې د پانسمان ټوتې او وينې هم ليدل شوي دي.
تر اوسه په افغانستان کې ميشت امریکايي ځواکونو خپلو عسکرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر نه دی ورکړی.
وخت ناوخت د هېواد په بېلابيلو سيمو کې پر امريکايي او ناټو ځواکونو د طالبانو له لوري چاودنې او سرتیري بريدونه کېږي چې هغوی ته پکې درنه مرګ ژوبله اوړي خو بهرنيان يې د خپلې پاليسيو له مخې اوښتې مرګ ژوبله پټوي.


















