يوه ۶۵کلن کس خپله وريندار  وژلې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۶) د بادغيس ولايت قادس ولسوالۍ په دره بوم سيمه کې د يوه ۶۵ کلن کس له لوري خپله وريندار په ډزو وژلې ده.

د بادغيس ولايت امنيتي مسئولین وايي، د ناديې په نوم اتلس کلنه نجلۍ چې مېړه يې څه موده مخکې مړ شوی و اوس د هغه ۶۵ کلن ورور  د ښځې ليور حاجي وزير غوښتل چې دغه نجلۍ ځانته نکاح کړي خو د هغې د انکار په صورت کې يې پر نجلۍ ډزې کړي او هغه يې وژلې ده.

ويل کيږي، د پېښې په تړاو د پوليسو له لوري څلور کسان نيول شوي دي.

په قادس ولسوالۍ کې تر دې مخکې هم د ميرمنو د ځانوژنې او د کورني تاوتريخوالي دغه ډول پېښې ډيرې شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button