سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه

د سعودي وليعهد د غياب په اړه شکونه او ګومانونه

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
مې 27, 2018
کټګوریانې: خبرونه, نړۍ
0
575
ځلې شریک شوی
114
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان نږدې له یوې میاشتې راهیسې د رسنیو پر مخ نه دی راښکاره شوی، چې له امله یې د نوموړي په اړه شکونه راپیدا شوي دي.

برتانوۍ ابرزرور ورځپاڼه وايي، محمد بن سلمان د تیرې اپرېل میاشتې له ۱۲مې نېټې راهیسې نه دی راښکاره شوی.

دا هم ولولئ

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

د تیرې اپرېل میاشتې پر ۲۱مه نېټه، د سعودي عربستان په الخزامي شاهي ماڼۍ کې د ډزو غږونه واورېدل شول.

که څه هم د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس وویل چې دا ډزې امنیتي ځواکونو پر هغې کوچنۍ ډرون الوتکې کولې چې شاهي ماڼۍ ته رانږدې شوې وه، خو ځینو نورو ګومان کاوه چې په اصل کې دا د سعودي شهزادګانو له لوري پر محمد بن سلمان د کودتا هڅه وه.

د ورځپاڼې په خبره، د سعودي ځینې مخالف هېوادونه یقیني وو چې همداسې شوي دي.

تېره اونۍ د کیهان په نوم ایرانۍ ورځپاڼې، د یوه عرب هېواد د استخباراتي ادارې د یوه پټ راپور په استناد، خبر خپور کړ چې ولیعهد محمد بن سلمان په برید کې دوې مرمۍ لګېدلی دی، او ښايي وژل شوی وي.

د کیهان ورځپاڼې مسؤل مدیر حسین شریعتمداري ویلي، ”هغه پټ شواهد چې د محمد بن سلمان د ترور احتمال د یقین تر حده رسوي د یوه عربي هېواد د اطلاعاتي شبکو د یوه پټ خبر اړوند دي، چې کیهان ترلاسه کړي دي.“

د شریعتمداري په خبره، ”دې استخباراتي شبکې د خپل هېواد لوړپوړو چارواکو ته په پټ راپور کې په یقیني ډول ویلي چې د اپرېل پر ۲۱مه نېټه په ریاض کې د برید پر مهال محمد بن سلمان په دوو مرمیو لګېدلی دی، او دا احتمال هم شته چې نوموړی له دنیا تللی وي.“

کیهان ورځپاڼې په خپل راپور کې ویلي، ګڼ دلایل شته چې ښيي د محمد بن سلمان غیاب، چې نږدې یوه میاشت یې کېږي، د یوې داسې پیښې له امله رامنځته شوی چې د عامو خلکو له نظره پټه ساتله کېږي.

د دې ګنګوسې د اعتبار زیاتولو په موخه کیهان ورځپاڼې زیاته کړې، کله چې د اپرېل په وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پامپیو، ریاض ته په سفر تللی و، محمد بن سلمان یې په څنګ کې نه لیدل کېده، او یوازې د سعودي باچا سلمان بن عبدالعزیر او د بهرنیو چارو وزیر عدیل الجبیر ورسره ښکاره کېدل.

ایران او سعودي عربستان له زیاتې مودې راهیسې په منځني ختیځ کې د خپل نفوذ زیاتولو په موخه یو بل سره په رقابت بوخت دي.

د دې لپاره چې یادې ګنګوسې رد کړي، د سعودي شاهي کورنۍ د تیرې سه شنبې په ورځ یو انځور خپور کړ چې محمد بن سلمان د کابینې په یوه غونډه کې لیدل کېږي، او تایید یې کړه چې نوموړی ژوندی دی.

په همدې مهال، د مجتهد په نوم د سعودي د شاهي کورنۍ په اړه د پټو معلوماتو افشاکوونکي پر خپل ټویټر لیکلي چې د محمد بن سلمان د ټپي کېدو په اړه بحثونه زیات شوي دي.

 

مجتهد لیکلي ښايي محمد بن سلمان ډېر ژر د خپل ځان په اړه د ګنګوسو د رد په موخه له یوې رسنۍ سره خبرې وکړي.

لوی ټکي: سعودي عربستانمحمد بن سلمان
مخکینې مطلب

يوه ۶۵کلن کس خپله وريندار  وژلې ده

بل مطلب

د روژې له دې گټو به خبر نه یاست؟/ هېواد ریان

ځانګړي مطالب

افغانستان

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
افغانستان

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ټرمپ: ونس له ایران سره د خبرو نوي پړاو کې د امریکایي پلاوي مشري نه کوي- سي ان ان د ونس په مشرۍ پلاوی اسلام آباد ته روان ده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com