هند آی پي ال: نن شپه حیدراباد او چنای سوپرکېنګز پايلوبه کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۶) د هندوستان غوره ليګ یا “آی پي ال” لوبې بالاخره د پايلوبې ته ورسېدې او نن شپه به د حيدراباد او چنای سوپرکېنګ لوبډلې تر منځ د اتلولۍ ګټلو وروستۍ سيالي کېږي.
حیدراباد لوبډله چې تر ډېره ويل کېږي د افغان لوبغاړي راشدخان ارمان په هڅو پايلوبې ته ورسېده يوځل بيا يې د دغه لوبډلې مشر د پايلوبې ګټلو هيله ښودلې او په لوبه کې يې د راشد رول مهم بللی دی.
د دواړو لوبډلو مشرانو په يوې خبري غونډه کې وويل، چې د پايلوبې لپاره يې ښه امادګي نيولې او کتونکي به له پايلوبې خوند واخلي.
د هندوستان د غورهلیګ سیالیو په تېرو لسو پړاوونو کې چنای سوپرکېنګز لوبډلې دوه ځلي او حیدراباد بیا يو ځل اتلولي خپله کړې.
د يادونې ده، چې راشد خان ارمان په نيمه پايلوبه کې په لس بالونو څلوردېرش منډې جوړې کړې وې او په خپلو څلورو اورونو کې يې يواځې په نوولس منډو ورکولو سره د کلکتې کی کی آر لوبډلې درې تکړه لوبغاړي وسوځول.
راشد په پرونۍ لوبه کې د غوره لوبغاړي جايزه هم ترلاسه کړه او ويې ويل چې خپله دغه جايزه د جلال اباد کرکټ د قربانيانو لپاره ډالۍ کوي.



