د پاکستان د پوځ مشر د ولمشر غني په بلنه کابل ته راځي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۷) پاکستان ته د افغانستان د ملي امنيت د سلاکار حنيف اتمر په مشرۍ له سفر وروسته د ملي امنیت شورا ويلي چې ولسشمر غني د پاکستان د پوځ مشر ته کابل ته د ورتګ بلنه ورکړې ده.
د افغانستان د ملي امنيت شورا وياند قادرشاه وايي، کابل ته د پاکستان د پوځ د مشر قمر جاويد باجوه کره نيټه نه ده معلومه خو زياتوي چې نوموړي ته د افغان پلاوي د ورتګ پر مهال بلنه ورکړل شوې ده.
قادرشاه دغه ناستې د ګډ عمل پلان تعقيبي ناستي بولي وايي په دې ناستو کې د افغانستان او پاکستان په ګډو موضوعاتو خبرې کېږي.
د پاکستان پوځ په يوې خبرپاڼه کې ويلي چې جنرال باجوه کابل ته د ولسمشر غني بلنه منلې او نوموړی به په راتلونکو څو ورځو کې کابل ته سفر وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر په مشرۍ د افغان حکومت لوړپوړی پلاوی پاکستان ته ولاړ او هلته يې د پاکستان د ملي امنيت سلاکار، د پوځ مشر او د امنيتي او ملکي ادارو له چارواکو سره ناسته وکړه.
د افغانستان د ملي امنيت شورا په يوې خبرپاڼې کې ويلي، “د سولې او پيوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان” ۶۶ فقره ييزو ژمنو د عملي کولو لپاره به عملي ژر تر ژره عملي ګامونه واخيستل شي.
خبرپاڼه زياتوي، دواړو غاړو د سولې بهير د پرمخ وړلو، د تاوتريخوالي د کمولو لپاره، په امنيتي، اقتصادي همکاريو او په ځانګړي ډول په راتلونکو ورځو کې د مشخصو اقداماتو د عملي کولو پر سر توافق وکړ.



