امنيتي مسئولین: د بادغيس پوليسو لس کاله مرداره غوښه خوړلې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۷) د بادغيس ولايت امنيتي مسئولین وايي، د امنيې قومندانۍ کارمندانو او پوليسو له تېرو لسو کالونو راهيسې مرداره غوښه خوړلې ده.
د بادغيس د پوليسو مشر فهيم قایم وايي، هغه قراردادي نيول شوی چې پوليسو ته يې د غوښې رسولو قرارداد کړی زياتوي چې نوموړی دا مهال تر پوښتنو لاندې دی.
قايم زياته کړه، چې د مسئولينو د نه پاملرنې له امله د امنيې قوماندانۍ پوليسو او کارمندانو له تيرو لس کلونو راهيسې مرداره غوښه خوړلې ده.
هغه وويل: “عسکر خپله وينه ورکوي، خپل ځان قربانوي، هر څوک چې په دغه قضيه کې ښکېل وي د قانون مطابق به جزا وويني.”
پوليس وايي، دغې قرارداديانو په پوليسو د سپيو غوښه خوړله او له قرارداديانو سره پخوانی قوماندان شريک دی.
تر دې مخکې هم په ځينو سيمو کې د پوليسو او نظامي ادارو قرارداديانو په عسکرو د خرو او مردارو حيواناتو غوښې خوړلي دي.
په داسې حال کې د بادغيس د غوښې قراردادي په پوليسو د مردارې غوښې خوړلو په تور نيول کېږي چې تر دې مخکې د فساد پرضد د مبارزې ادارو ويلي چې د کورنيو چارو وزارت په قراردادونو او پوليسو کې تر اخري کچې فساد موجود دی او تر ډېره پکې د ګډ حکومت لوړپوړي چارواکي ښکېل دي.



