سیګار: طالبانو د عدالت په تامین زړونه وګټل
سپکو وړاندې وایي “ په مقابل کي، طالبانو په همدې سیمو کي د عدالت پر راوستلو باندي تمرکز کړی وو. هغوی د خلګو تر مینځ شخړي فیصله کولې. مګر موږ د دې پر ځای چي د ولس د شخړو پر حلولو باندي تمرکز کړی وای، موږ هلته د محکمو لپاره ودانۍ جوړولې، څارنوالان او قاضیان مو استخدامول او د دې پرځای چې اصلي ستونزې مو حل کړې وای ، پر بې ځایه چارو سر وو.“
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۷)
په افغانستان کې د امریکا د سرپلټونکې ادارې (سیګار) مشر جانسپکو دا ځل د طالبانو د بریا او د امریکایي تګلارې د ناکامۍ عمده دلیلونه په ګوته کړي، چې په لویدیځو رسنیو کې یې پراخ خبري پوښښ موندلی.
هغه مشهورې امریکایي رسنۍ(این پي آر) سره په مرکه کې ویلي؛ په افغانستان کې د امریکا جګړییزه ستراتیژي مطلقاً ناکامه ده او د افغانانو هیڅ درد نه شي دوا کولی.
هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل “ په افغانستان کي ثبات راوستل یوه ۴.۷ میلیارډري پروژه وه چي هدف یې په هغو سیمو کي ثبات راوستل و، چي له طالبانو پاکي شوي وې، موږ غوښتل چي پدې ولسوالیو کي خلګ د کابل رژیم پلویان کړو، او د کابل رژیم ته مشروعیت ورکړو. بس“
نوموړی د امریکایانو دیادې دیپلوماسۍ د ماتې په هکله وایي؛ موږ سمدستي په هغو سیمو کې چې له طالبانو پاکې شوې وې د زیاتو ښوونځیو پر جوړولو، د بېځایه سړکونو پر رغولو، او د داسي پلونو او زیر بناوو پر جوړولو ب تمرکز وکړ چي هیڅ ضرورت ورته نه وو.
سپکو وړاندې وایي “ په مقابل کي، طالبانو په همدې سیمو کي د عدالت پر راوستلو باندي تمرکز کړی وو. هغوی د خلګو تر مینځ شخړي فیصله کولې. مګر موږ د دې پر ځای چي د ولس د شخړو پر حلولو باندي تمرکز کړی وای، موږ هلته د محکمو لپاره ودانۍ جوړولې، څارنوالان او قاضیان مو استخدامول او د دې پرځای چې اصلي ستونزې مو حل کړې وای ، پر بې ځایه چارو سر وو.“
جانسپکو د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا امریکایانو هغه مهال د نه پوهیدلو او که د بل لامل له کبله دا اشتبهات تکرارول، وویل؛ موږ چې پر افغانستان برید وکړ، زمونږ ځواکونه او چارواکي د اضطراري حالات له امله په حالاتو خورا کم پوهېدل. “هلته یو داسې تقسیم اوقات تحمیل شوی وو چې له واقعیت نه لرې و ، خلکو باید د یو غیر واقعي تقسیم اوقات سره سم عمل کړی وای، او دې مهالویش له حالاتو سره هیڅ سمون نه خوړ “.
سپکو زیاتوي، د افغانستان په وضعیت کې ډیر کم بدلون راغلی خو په ټولیزه توګه به دا تغیر ډیر زیات وخت وغواړي.



