
د افغانانو روژه (۷)
نعمان لطیف
استاد گل پاچا الفت لیکي: روژه ؤه موږ یخ سیوري ته پراته ؤ او خولې مو بندې وې. یو مساپر سړی راغی او په ملا پورې غوټه کړې ډوډۍ یې راخلاصه کړه، له یو شي سره یې په خؤند خؤند وخوړه
یخې اوبه یې پسې وڅکلې او موږ ته گویان شو: تاسې پراته یاست ځکه خدای له هر څه منع کړي یاست، زه چې په یؤه هدف پسې روان یم خدای تعالی دټولو نعمتونو له خوراک او څښاک څخه برخمن کړی یم
د استاد الفت تر لیکنې دیؤه مجاهد کیسه را یاده شؤه: ویل یې دپشکال میاشتې په سخته گرمي کې روژه ؤه. ماسپښین د آمر صاحب زنگ راغی. راته یې وویل په بیړه ځان راورسؤه
ورته ومې ویل روژه ده او سخت تږی یم بعد له ماښامه درځم. ټېنگار یې وکړ چې عاجل باید راشې
زما له رسېدو سره سم امریکایي ټانگان راورسېدل او جگړه ونښته. داسې په زور جگړه ونښته چې دمرمیو باران جوړ شو
په امریکایي ټانگانو نصب دهشکې اتومات تاؤېدلې او له خولو یې اورونه بادؤل
ملگري تازه ؤل او په خرپ غزا یې پیل کړې ؤه خو زما مزه باران وړې ؤه
کله چې جگړه ختمه شؤه آمرصاحب راته وویل په حرکت کې برکت وي، که په کور وای اوس به دې شونډې وچې او گېډه ملا پورې سرېښ وای
ورته ومې ویل: آمر صاحب دحرکت دا برکت درسره په خدای که ومنم، تر اوسه روژه یم او په دې عهد ؤم چې یا به یې جنت کې ماتؤم او یا ماښام پخپل وخت، جنت نه شو، اوس که تر ماښام مرم هم نه یې ماتوم
یوه لغماني بابا راته کیسه کؤله: اوسني ځوانان پلاستېکي دي، موږ به له پېشلمي وروسته دلغمان له چارباغه راووتو او د گمبیري په سره دښته کې به تر جلال اباد ولاړو، نه مو روژه ماتؤله او نه مو چورت ورته خراب ؤ.
اوس شکر اسانتیاوې دي او سهولتونه زیات دي خو موږ افغانان که له هر څومره سخت حالت سره مخ هم شو، روژه نه خورو او خوړونکی یې که له هر مجبوریته خوري راته گناهکار او مجرم ښکاري
دلته هدف دروژې خوړلو ته پلمه او لاره جوړؤل نه دي، بلکې دیوې اجتماعي خطا اصلاح هدف ده، او هغه دا چې په ځینو حالاتو کې دروژې خوړل جواز لري
که مو داسې څوک ولید چې روژه یې خوړله، تر قضاؤت وړاندې له ځانه سره سوچ وکړئ چې دی ولې روژه خوري؟
آیا شرعي مجوز لري او که مستۍ نیولای دی؟
که شرعي مجوز لري نر غوندې دې وخوري، که مستۍ نیولای وي داسې یې پوست کړئ چې دپاته روژو تر نیولو هم پاته شي او که چېرې شرعي مجوز لري او تاسې بد ترې یوړل خدای مه کړه په گناه کې به واقع شئ.



