جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

موږ ولې اسلام غوره کړی دی ؟

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
مې 28, 2018
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع
0
201
ځلې شریک شوی
381
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

خبیب خالد

هر څوک چې د ځان لپاره څه خوښوي نو په هغه کې څه ځانګړتیاوې او صفات لټوي چې ده ته ښه ښکاري ، یا دا چې هغه خپله داسي شی وي چې د انسان لپاره د سرلوړي ، برلاسي ،خیر ، نیکي او عظمت سبب ګرځي .
د اسلام د دین په غوراوي او انتخاب کې خو موږ څه کوښښ ، هلې ځلې او منډې ترړې ندي کړي ، بلکي الله (ج) په خپل عظیم رحم او کرم باندي پر موږ پيرزوینه کړي او هغه یې پرته د کومو هلو ځلو را نصیب کړي .
کوم دین چې په نړۍ کې د امن ، سولې ، ډاډ ، عدل ، انصاف ، ورورولۍ ، برابرۍ ،، زړه سواندۍ ، رحم ، صله رحمۍ ، میلمه پالنې ، امانت ، صداقت ، په ژمنې وفا ، د نورو په غم غمجن کېدل ، د بل لپاره خیر غوښتل او د نورو ښو او غوره کارونو درس او سبق ورکوي .
هغه دین چې په مرګ او قبر دواړو کې د انسان د کامیابي او ډاډ زیری ورکوي .
کوم دین چې د فیصلې او پرېکړې څخه وروسته بیا په تل پاتې نعمتونه ، تل پاتي او نه ختمېدونکې ژوند ، د ځمکې څخه په څو چنده لوی پاچاهي او امپراطوري کې د اوسېدو چانس چې له هر لوري به ورته سلامونه ، افرین او شاباسې ورکول کېږي زیری او ډاډ ور کوي .
ایا داسې دین او داسې لاره چې دومره غوروالی ، ګټه ، فایده او ښه راتلونکی ولري د منلو ، قبلولو ، عملي کولو ، نافذولو او خپلولو وړ نده ؟ آیا د دې لپاره نه ستړي کېدونکې هلې ځلې او کوښښونه پکار ندې؟
هغه دین او تګلاره چې دومره زیاتې ګټې او امتیازات ولري ، آیا له هغه پرته بل داسي دین او تګلاره شته چې د خپلولو ، منلو او قبلولو وړ وي ؟
څرګنده خبره ده چې بل هیڅ داسې دین او هیڅ داسي تګلاره نشته .
نو راځۍ چې د اسلام له څو ځانګړتیاوو څخه خبر شو.
د اسلام ځانګړتیاوي :
۱ـ ربانیت ( الهي دین) :
د اسلام تر ټولو مهم او ځانګړی امتیاز او ښوالی دا دی چې دا دین د ټولو کائناتو د خالق ، مالک ، او مدبر له لوري رالېږل شوی دی ، پداسي حال کې چې نور ټول دینونه او ایزمونه د بشر د نیمګړي ، ناقص او کمزوري علم او پوهې پر اساس او بنسټ را منځ ته شوي دي .
۲ـ کامل والی:معلومه خبره ده یو شی هغه وخت ډیر لوړ کیفیت غوره کولای شي چې د همدغه شې جوړونکی پوره ماهر او په یاد مسلک کې تر ټولو ښه پوه وې ،نو داسلام مبارک دین تر ټولو دینونو کامل دین دی ځکه دا دین له داسي چا سره تړاو لري چې ټول صفات یې کامل او پوره دي ، د کامل علم خاوند دی ، د ټولو کائناتو خالق او مالک دی .
۳ـ شمولیت : د اسلام مبارک دین د ژوند په ټولو اړخونوکې احکام ، قوانین ، او لارښوونې لري او هیڅ اړخ ور څخه بهر ندی پاتې ، پدې دین کې د انسان فکر ، عقیده ، اخلاق او سلوک ، اقتصاد ، سایست ، معملاتو او اړیکو او د دنیا او اخرت ټولې اړتیاوې په نظر کې نيول شوي او د هري اړتیا په هکله ورته مناسب او اړینې لارښوونې شوي دي ، څرنګه چې دا یو مکمل دین او قانون دی نو د ژوند په ټولو اړخونو کې یې عملي کول اړین او ضروري دي تر څو د کامیاب ژوند څخه برخمن شو.
۴ـ عموم والی ( عمومیت) : د اسلام سپېڅلی دین د ټول انسانیت ، د ټولې نړۍ او ټولې زمانې د پیدا کوونکي دین دی نو له همدې څخه جوتیږي چې دا مبارک دین د هر وخت ، هر چا او هر ځای لپاره دی .
۵ـ اسلام د ټولو انبیاؤ دین دی .
د ټولو انبیاؤ علیهم السلام دین یو دی دا ځکه چې دا ټول د یو الله (ج) رسولان او انبیاء دي ، او کریم رب ټول په یوه واحد دین باندي رالېږلې دي .
الله (ج) د نوح (ع) خبره داسي رانقلوي :
(وَاُمِرْتُ اَنْ اّکًوْنَ مِنَ الْمًسْلِمًیْنَ):یونس ۷۲
ژباړه : او امر کړای شوی دی ماته چې شم زه له مسلمانانو څخه .
د ابراهیم (ع) په اړه الله ج فرمایې:
( اِذْ قَالَ لَهُ رَبُّهُ اَسْلِمْ قَالَ اَسْلَمْتُ لِرَبِّ الْعَالَمِیْنَ) البقرة ۱۳۱
ژباړه :کله چې وویل هغه ته رب د هغه غاړه کېږده ! وویل هغه غاړه مي ايښې رب د عالمیانو ته .
د موسی (ع) څخه حکایت کوي چې خپل قوم ته یې فرمایل :
(و قال موسی یقوم ان کنتم ءامنتم بالله فعلیه توکلوا ان کنتم مسلمین ) یونس ۸۴
ژباړه او وویل موسی (ع) ای ځما قومه ! که چیرې تاسې په الله ایمان راوړی وي نو خاص پر هم ده
۶ـ اسلام د ټولو کائناتو دین دی .
څرنګه چې مو مخکې وویل د ټولو کائناتو او انسانانو خالق او پیدا کوونکی الله متعال دی نو د ټولو پالونکی هم هماغه الله پاک دی ، د ټولو لارښوونکی او هدایت کوونکی هم هماغه الله پاک دی .
ټول کائنات په فطري ، طبیعي او تکويني لحاظ الله پاک ته تسلیم او منقاد دي د هغه د ورکړل شوي قانون تابع دي او د هغه څخه سرغړونه نکوي یعني هغوی ټول مسلمانان دي ، قرآن کریم همدې مطلب ته په څرګندو ټکو کې اشاره کړې ده :
(اّفَغَیْرَ دِیْنِ اللَّهِ یَبْغُوْنَ وَ لَهُ اَسْلَمَ مَنْ فِی السَّمّوَاتِ وَالْاَرْضِ طَوْعًا وَّ کَرْهًا وَّ اِلَیْهِ یُرْجَعُوْنَ) أل عمران ۸۳
ژباړه : آیا پرته د الله له دین څخه بل دین لټوي پداسې حال کې چې څه په اسمانونو کې دي او هغه څه چې په ځمکه کې دي هغوی ټول په خوښه او ناخوښه هغه ته تسلیم او منقاد دي .
۷ـ د اسلام مبارک دین سراسر رحمت، هدایت ، روښنایې ، نېغه لار ، دلیل او برهان دی .
د پورته خبرې د اثبات لپاره دا لاندي قرآني نصوص بسنه کوي:
( وَ نَزَّلْنَا عَلَیْکَ الْکِتَابَ تِبْیَانًالِّکُلِّ شَیْءٍ وَّ هُدً وَّ رَحْمَةً وَّ بُشْرَا لِلْمًسْلِمِیْنَ) النحل ۸۹
ژباړه : او موږ داسي پر تا نازل کړی دی چې هر څه یې پوره بیان کړي او د مسلمانانو لپاره هدایت ، رحمت او د خوښۍ زیری دی .

دا هم ولولئ

د امریکا پای

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

مخکینې مطلب

د ”افغان ټرمپ“ پلار هم وېرېدلی

بل مطلب

سیګار: طالبانو د عدالت په تامین زړونه وګټل

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

د امریکا پای

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ټولنه او اجتماع

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

نشرونکی: ح جلال
مارچ 17, 2026
ټولنه او اجتماع

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 1, 2026
ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025
ټولنه او اجتماع

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com