د ګوانټانامو پخوانی بندي خپل امریکایي جلاد میلمه کړی!

ژباړه: نعمان منلی
پورته انځور کې دوه کسان دي یو امریکایي پوځي سټيو ووډ دی چې د متحده ایالاتو متخلفو داخلي او خارجي پوځي اډو کې دندې ترسره کړې دي. او بل موریتانیه تبعه محمد ولد صلاحي نومیږي، چې د موریتانیه پلازمینه نواکشوط مربوط سیمه “توجنین” کې اوسي. د دوی دواړو کیسه ډېره نادره او د کیسه جوړوونکو له خیال لوړه ده، لاندې یې درته کوو.
—
د نوفمبر یولسمه، کال، 2001 م:
د موریتانیه دولتي امنیت یوه ډله کسان د محمد ولد صلاحي کره ورغلل، له هغه یې وغوښتل چې ایله څو ساعتونه وخت د یوه مهم کار لپاره هغوی سره ولاړ شي.
دا د روژې څلرمه ورځ وه، محمد ولد صلاحي هغه مهال د موریتانیه ولسمشر معاوية ولد سيد أحمد الطايع په ماڼۍ کې کار کوه، هغه هلته د معلوماتو د نظم انجنیر و او په ولسمشر ډېر ګران و.
له دې ورځي د دې نري او وچ ځوان محمد د بدمرغيو لړۍ پیل شوه، دی د موریتانیه حکومت امریکایانو ته تسلیم کړ، له موریتانیه نه اردن ته انتقال شو، هلته تعذیب او شکنجه شو له هغه ځایه افغانستان کې د باګرام امریکایي اډې ته انتقال شو او بیا کیوبا کې د ګوانټنامو بدنامي بنديخانې ته وليږدول شو.
څو کلونه هلته امریکایانو مختلفو عذابونه او زوروني ورکړې، وهل کیدی، خوب ته نه پریښودل کیده، چیغې او شور به ورته کیده، دین به یې ورته سپکیده آن دومره لا ورته وویل شول چې ستا مور مو دلته راوستې او بې عزته کړې ده.
څو کاله مخکي ګوانټنامو کې د ننه محمد ولد صلاحي خبل یادښتونه ولیکل، د ده یادښتونه ډېر مشهور شول، او د ده دوسيه یې په نړیواله سطحه راپورته کړه.
محمد ولد صلاحي خپل یادښتونه انګلیسي کې “د ګوانټنامو ورځې” په نوم ولیکل، انګلیسي ده هلته له نورو بندیانو زده کړې وه. د ده یادښتونه په شلو هیوادونو کې نشر او خپاره شول. هغه کې د یوه داسې ځوان زوروونکی داستان و چې خپلو هیوادولو (موربتانیانو) پلورلی و، اردنیانو او مصريانو زورولی او مړوای و او د امریکایانو له وحشي شکنجو لاندې یې شپې ورځې تېرولې.
ولد صلاحي خپلو یادښتونو کې لیکلي و چې د هغې ورځي هیله لري چې خپلو جلادانو سره یوه ورځ داسې مجلس ولري چې هلته تعذیب او زورونه نه یي او پر چای باندي مجلس کوي. د ده کتاب حقوقي او رسنيزو ډګرونو کې ډېر شهرت پیدا کړ، آن تر دې چې په اکتوبر کال: 2016م کې یې ګوانټنامو کې د محمد ولد صلاحي 760 نمبر پنجره ماته کړه او دی ازاد شو.
خپل جلاد ته میلمستیا

څو ورځې مخکي ولد صلاحي خپل هیواد موریتانیه کې د خپلي پنجرې پیره دار سټيو ووډ میلمه کړ، د نواکشود توجنین یوه دښته کې یې هغه ته روژه مات تیار کړی و، دوی ګډ روژه مات وکړ او شین چای یې وڅښل. دوی یوه دښته کې د شنه اسمان لاندې ناست وو، نه پنجرې او زولنې وي، او نه تعذیب او شکنجې وي.
محمد ولد صلاحي د دې مجلس او میلمستیا عکسونه پر خپل ټويټر پاڼه نشر کړل، او ورسره ویې لیکل: “زه او زما د پنجرې پخوانی پیره دار د روژه مات پر مهال”
کله چې محمد ولد صلاحي نواکشوط کې په 2001م نیول کیدی هغه مهال سټيو ووډ د مصر شرم الشيخ یوه امریکایي اډه کې دنده لرله. له هغه ځایه ګوانټنامو ته بدل شو او د امریکایانو په فکر لوړ پوړی بندي محمد ولد صلاحي 760 نمبر پنجرې باندې د پیره داري دنده وروسپارل شوه.
که څه هم پیل کې سټيو ووډ د یوه وحشي جلاد په توګه له ولد صلاحي سره اړیکه پیدا شوه خو وروسته هغه د ولد صلاحي له درنښت، انسانیت، اخلاقو او اسلامیت نه اغېزمن شو او اسلام یې قبول کړ . سټيو پخپله وایي چې زما د اسلام منلو لوی لامل هغو سختو حالاتو کې پر اسلامي احکامو او اخلاقو د ولد صلاحي ثبات او عمل دی.
د موریتانیه او نړۍ خواله رسنیو فعالانو د ولد صلاحي دا عکسونه او ټوېټ ډېر وځلاوه او زیاتو خلکو ریټوېت کړ، خلکو د ده اخلاق او د تور زړي جلاد پر زړه ژور اغېز ستاینه وکړه.
ولد صلاحي خپلو یادښتونو کې ټولو هغو خلکو ته بښنه کړې وه چې دی یې نیولی، امریکایانو ته سپارلی او تعذیب کړی و. دی فعلا هم پخپله وعده ولاړ دی او وایي دا بښنه یې د زړه له تله ده.
هغه که څه هم اوس زیات شهرت لري او له مختلفو حقوقي ادارو سره پېژني او له دې سره پنځلس کاله د ګوانټنامو وحشي زندان کې سخت کړیدلی او زوریدلی دی، خو بیا یې هم ټول هغه خلک معاف او وبښل چې له ده سره یې دومره زیات ظلمونه کړي دي او دی اوس هم خپلي لښتي ته ژمن دی او وایي چې د هیچا بر خلاف د حقوقي دعوې کولو اراده نه لري.
سرچینه: الجزیرة



