زما توره

صابر
ګرانه وطنه په تېرې تورې سوګند کومه
څه پټ یې نه کوم دنیا ته یې څرګند کومه
دغه سوګند چې زما توره به ارام ونکړي
څو چې غلیم هم ستا جنډیو ته سلام ونکړي
دا زما توره، دا له تیکي ځینې ایستې توره
دا زما توره، د وطن د ننګ راخیستې توره
دا زما توره چې خبره غواړي سپینه غواړي
دا هغه توره ده چې تږې شي نو وینه غواړي
دا زما توره د دښمن د استقبال توره ده
دا د سرو وینو په تندي چې لري خال توره ده
دا زما توره په تورزنو هم خولې راولي
دا زما توره په جنګرېز کې زلزلې راولي
شرنګ د دې تورې چې اوچت شي نو عدم ته رسي
خرپ د دې تورې چې څوک وخوري جهنم ته رسي
- طلوع افغان، ۷۷ (۱۵) ګڼه / ۱۳۷۵هـ ش، سرطان / ۱۹۹۶، جولای



