شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

د خلاصون لار شورا: کابل کې دې فلسطیني سفارت پرانستل شي

جنت ګل نشرونکی: جنت ګل
جون 1, 2018
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه
0
خلاصون لار شورا غونډه

خلاصون لار شورا غونډه

244
ځلې شریک شوی
91
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۱۱)

د خلاصون لار شورا غړو تیره ورځ په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې بیت المقدس ته د امریکایي سفارت لیږد په کلکو ټکو وغانده او دا پریکړه یې د مسلمه امت پر وړاندې د امریکا او یهودو تر ټو سپک او خصمانه چلند وباله.

دا هم ولولئ

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

غونډې ته راټولو شویو علماؤ، سیاسي کارپوهانو، مدني فعالانو او د ولسي جرګې غړو ویناوې وکړې او په یوه پنځه مادییز پریکړه لیک کې یې خپل دریځ روښانه کړ.
د فلسطین له ۷۰ کلن مقاومت څخه ملاتړ، د یادې پریکړې له امله امریکا د دولتي ترهګر په توګه پیژندل او د امریکا له لوري د یادې پریکړې غندل، همداراز په کابل کې د فلسطیني سفارت د خلاصون غوښتنه او داسې نورې مادې په کې شاملې دي چې کټ مټ یې تاسو ته نشروو.

اعلامیه

بیت المقدس د اولوالعزمو رسولانو او اسماني ادیانو مهد او د مسلمانانو لومړنۍ قبله ده، د ټولو مسلمانانو سپېڅلی مذهبي مرکز دی، ځکه مسلمانان په ټولو نبیانو عليهم السلام او اسماني ادیانو برابر معتقد دي او اسلام او مسلمانان د دې مقدساتو ریښتوني پالونکي او ساتونکي دي او پر ابراهیم، یعقوب، موسی، عیسی او نورو انبیاوو علیهم وعلی نبینا افضل الصلاة والسلام برابر ایمان لري.

بیت المقدس د عمر رضي الله عنه په دور او حضور کې فتحه شو، چې له همدې نېټې بیا د راشده خلافت، اموي، عباسي او عثماني خلافتونو په اوږده دوران کې د اسلامي خلافت او قلمرو برخه وه او هلته د ټولو ادیانو او زائرینو لپاره برابرې اسانتیاوې موجودې وې.

په ۱۹۴۸میلادی کال، هغه مهال، چې فرانسوي او انګریزي ښکیلاکګرو د خپلې شرمېدلې ماتې د جبران او د راتلونکې نفوذ په موخه د یوې سترې توطیې له مخې په منځنی ختیځ کې د یهودي دین په نوم د اسرائیلو د صهیونیستي جنایت کارانو لپاره تش په نامه دولت رامنځ ته کړ، چې له همغې نېټې تر اوسه په عربي او اسلامي نړۍ کې د بشریت په وړاندې د پراخو، منظمو او سیستماتیکو توطیو له مخې د جنایتونو، نسل وژنو، تفرقه اچولو، کرکو خپرولو او سیاسي، امنیتي، اقتصادي او فرهنګي تروريزم لومې خپروي.

دا چې د امریکا د متحده ایالتونو اوسني ولسمشر ډونالد ټرامپ د ملګرو ملتونو د منشور او ټولو نړیوالو او بشري تړونونو، معاهدو، موازینو او لوړو انساني او سیاسي ارزښتوتو خلاف د خپل بربریت او دولتي ترهګرۍ پر مټ د اسرائیلو لپاره خپل سفارت له تل ابیب څخه بیت المقدس ته انتقالوي.

موږ د افغانستان د غیرتي او مسلمان ولس په استازولۍ د سپېڅلو علماوو، سیاسي او جهادي تنظیمونو، ملي شوراګانو، او مدني، علمي او فرهنګي قشرونو او پرګنو په استازیتوب، ملګرو ملتونو، اسلامي همکاریو سازمان او د بشري حقونو مدافعو نړیوالو سازمانونو ته اعلانوو، چې:

1. د بیت المقدس او د مسلمانانو د لومړنۍ قبلې د دفاع او ګټلو په پار، موږ افغان ولس د فلسطین د مسلمان او مجاهد ولس د اویا کلنې مبارزې او جهاد ملاتړي یوو او ورسره په هر وخت او هر ډول شرائطو کې ځان شریک او یو ځای بولو.

2. د امریکا د اوسني ولسمشر ډونالد ټرامپ، په جبر او دولتي ترهګرۍ ولاړه پرېکړه، چې له تل ابیب څخه بیت المقدس ته د امریکايي سفارت لېږد دی، په کلکو ټکو غندو او د زور او جبر دا کړنه يې په نړۍ کې د تمدنونو او ملتونو د ټکر توطیه ګرانه پیلامه بولو، او د عاجل مخنيوي غوښته يې کوو.

3. موږ په ملګرو ملتونو کې د ۱۳۶ دولتونو لخوا د فلسطینیانو د داعيې د ملاتړ قدردانی کوو، او په ټولو نړیوالو سازمانونو او دولتونو جدي غږ کوو، چې د مسلمانانو د مقدساتو د سپکاوي او تجاوز په وړاندې چوپ پاتې نه شي او له فلسطینیانو سره د انساني خواخوږۍ له مخې کلک ودرېږي.

4. د افغانستان د دولت لخوا د ډونالډ ټرمپ د یادې بې باکانه پرېکړې د غندنې سربېره، موږ په کابل کې د فلسطین سفارت او فرهنګي خونې د بیا احیاء او پرانیستلو جدي غوښتنه کوو.

5. د افغانستان له دولت څخه غواړو، چې له خپله اړخه د امریکایانو د یاد جبر او نه بخښونکي ظلم په وړاندې د افغان ولس جدي غبرګون او کرکه، په کابل کې د امریکا سفارت ته وړاندې کړي.

لوی ټکي: اکبر آغابیت المقدسد خلاصون لارې عالي شورافلسطین
مخکینې مطلب

سعودي: «شاهي سلام» ته نه درېدونکي قاضیان تحقیق ته وړاندې شول

بل مطلب

د زکات مسائل (۵۶مه برخه ) - د ايزي لوډ په ذريعه زکوة اداء کيدلاى شي او که نه ؟

ځانګړي مطالب

خبرونه

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
افغانستان

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    21 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com