د بهرنیو اسعارو پر وړاندې دافغانۍ پورته کیدلو د ځینو توکو بیې را ټیټې کړې
(کابل تکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۱۲)
په داسې حال کې چې نن افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې څه اندازه پورته شوه، ورسره سم د ځینو خوراکي توکو بیو هم تغیر وکړ.
نن د افغانستان مرکزي بانګ له لوري بازار ته د ۲۶ مېليون امريکايي ډالرو د عرضه کېدو وروسته یو امريکايي ډالر ارزښت ۷۱،۲۵ افغانۍ او زر پاکستاني کلدارې ۵۹۷ افغانۍ ته لوړ شوی چې د تیرو څو ورځو سره یې تفاوت شته.
د روانې میاشتې په ۵ مه نیټه د یو امريکايي ډالر ۷۱،۸۰ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۶۰۱ افغانۍ بدلېدلې.
د لیتر په حساب د تیلو بیې د تیرې شنبې په پرتله دوه افغانۍ رالویدلې او د خوراکي توکو په نرخونو کې هم تغیرات راغلي.
تیره اونۍ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ نن ورځ
۱ لېتر پټرول ۵۲ افغانۍ ……………….. ۵۰ افغانۍ
۱ لېتر ډیزل ۴۷ افغانۍ…………………………۴۵ افغانۍ
۱ کيلو مایع ګاز ۵۰ افغانۍ………………………۴۷ افغانۍ
یوه۴۹کیلویي بوره ۱۶۰۰ افغانۍ…..۱۵۷۰ افغانۍ
خو د خوراکي توکو بیې بیا د تیر په څیر وې
۵۰ کيلو قزاقي اوړو بیه ۱۰۷۰ افغانۍ ۲۴ کيلو ګرامه لومړی درجه پاکستانيو وريجې ۲۰۰۰ افغانۍ او ۱۶ لېتره خورشيد غوړيو بیه ۱۰۲۰ افغانۍ یو کیلو اندونیزيايي شين چای په ۲۸۰ افغانۍ او یو کيلو افريقايي تور چای په ۳۰۰ افغانۍ پلورل کېږي د تیرې اونۍ په څیر پلورل کیده.
د اسعارو بیې چې پژواک نشر کړې
۱ـ امریکایي دالر ـــــــــــــــــــــــــــــ 71.20
۱ـ یورو ـــــــــــــــــــــــــــ 82.60
۱ـ پوند ــــــــــــــــــــــــــــ 94.50
۱ـ فرانک سویس ـــــــــــــ 70.70
۱ـ دالر استرالیا ـــــــــــــــــ 53.30
۱ـ دالر کانادا ــــــــــــــــــــــ 54.80
۱ـ دالر نیوزیلاند ــــــــــــــــ 48.20
۱ـ کرون دنمارک ـــــــــــــــــ 10.90
۱ـ کرون ناروی ـــــــــــــــــــ 8.50
۱ـ کرون سویدن ـــــــــــــــــ 7.95
۱ـ ریال سعودی ـــــــــــــــــــ 18.90
۱ـ درهم امارات ـــــــــــــــــــ 19.30
۱ـ قطر ــــــــــــــــــــــــــــــــــ 18.80
۱ـ دینارکویت ـــــــــــــــــــــــ232
۱ـ بحرین ــــــــــــــــــــــــــــــ 182
۱ـ عمان ـــــــــــــــــــــــــــــــــ 181.50
۱ـ لیره ترکیه ــــــــــــــــــــــــ 15.40
۱ـ اردن ــــــــــــــــــــــــــــــــــ 93
۱ـ سامانی تاجکستان ـــــــــــ 7
۱ـ روبل روسی ــــــــــــــــــــــ 1.20
۱ـ ین چین ـــــــــــــــــــــــــــــ 11.30
۱۰۰۰ هندۍ کلدارې ـــــــــــــــــــ 1050
۱۰۰۰ ایراني تومان ــــــــــــــــــ 11.20
۱۰۰۰ جاپاني ین ـــــــــــــــــــــــ 630
۱۰۰۰ پاکستانۍ کلدارې ـــــــــــــ 598



