جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home په زړه پورې معلومات

چین د زده کوونکو د توجه او نه توجه معلومولو لپاره له ځیرکو کېمرو کار اخلي

ع. غني عاطف نشرونکی: ع. غني عاطف
جون 2, 2018
کټګوریانې: په زړه پورې معلومات, مهم
0
227
ځلې شریک شوی
163
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

چینايي ښوونکو د خپلو زده کوونکو د توجه او نه توجه معلومولو لپاره د مصنوعي ځیرکتیا له ټکنالوجۍ کار اخیستل پیل کړي دي.

د چین د هنګزو ښار په یوه لېسه کې د مصنوعي ځیرکتیا پر ټیکنالوجۍ سمبالې کېمرې، چې د صنف د زده کوونکو ته مخامخ نصب شوې دي، د هر زده کوونکي د څېرې حالات ثبتوي او معلوموي چې ایا زده کوونکی درس ته متوجه دی او که په کومه بله دنیا کې ګرځي.

دا هم ولولئ

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دا ځیرکې کېمرې په صنف کې ترسره کېدونکي حرکات لکه لیکل، درېدل، ویل، اورېدل، لاسونه پورته کول او ویده کېدل هم پېژني.

دا پرمختللې کېمرې د زده کوونکې څېرې ته په کتلو سره، د هغه د غوسې، ویرې، خوشحالۍ، مایوسۍ، غم، بې فکري او حیرانتیا احساسات ویلای شي.

دا کېمرې د زده کوونکې څېرې ته په کتلو سره، د هغه د غوسې، ویرې، خوشحالۍ، مایوسۍ، غمجن، بې فکري او حیرانتیا احساسات ویلای شي.

د دې ټولو معلوماتو تر راټولولو وروسته، دا سیسټم د زده کوونکو د توجه او نه توجه په اړه شننه کوي او، په خودکاره ډول، د هغو زده کوونکو د نومونو لیست برابروي چې درس ته یې توجه نه وي. وروسته دا لېست پر هغه سکرین ښوول کېږي چې یوازې استاد یې لیدلای شي.

د لېسې یوه ښوونکي چینايي رسنیو ته ویلي، ”دا سیسټم د ټول صنف د زده کوونکو حرکات او حالات پېژندلای شي. له شکه پرته، دا د زده کوونکو د توجه معلومولو یوه ډېره ښه لاره ده.“

یادې لېسې د مارچ میاشتې په وروستیو کې له دې ټکنالوجي کار اخیستل پیل کړي، او که ښه پایله یې ورکړه، نو په نورو ښوونځیو او مرکزونو کې به هم ترې کار اخیستل پیل شي.

Image result for School

د لېسې یوه زده کوونکي ویلي، ”له کوم وخت راهیسې چې د ښوونځي ادارې دا کېمرې لګولې دي، داسې احساسوم لکه دوې پټې سترګې چې هر وخت ما څاري او راته ګوري. جرأت نه شم کولای چې خپل ذهن له درس پرته بل ځای په سوچونو کې مصروف کړم“.

ځینو چینايي وګړو د ځوانو زده کوونکو پر دې ډول سختې څارنې نیوکې کړې دي او وايي په دې سره د زده کوونکو اساسي حقوق نقض کېږي. خو کارپوهان بیا وايي چې د دې سیسټم په مرسته ښوونکي د خپلو زده کوونکو حالت، توجه، او زده کوونکو ته د ښوونې خوښ او ناخوښ میتود معلومولای شي.

چین د مصنوعي ځیرکتیا او څېره پېژندونکې ټیکنالوجۍ په برخه کې زیات پرمختګ کړی دی. د چین حکومت په ټول هېواد کې د Skynet په نوم د امنیتي کېمرو جال خپور کړی، چې د څېرې پېژندونکې او مصنوعي ځیرکتیا ټیکنالوجۍ په وسیله د لارویانو په اړه معلومات راټولوي.

ویل کېږي اوس مهال په چین کې ۲۰ میلیونه کېمرې نصب شوې دي او حکومت پلان لري چې تر ۲۰۲۰ز کال پورې دا جال نور هم پسې پراخ کړي.

مخکینې مطلب

د بهرنیو اسعارو پر وړاندې دافغانۍ پورته کیدلو د ځینو توکو بیې را ټیټې کړې

بل مطلب

د افغانانو روژه (۹)

ځانګړي مطالب

خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com