دبدر غزا

لیکوال: محمد زبیر هاشمي

دبدر غزا هغه تاریخي او کامیابه غزا ده چې د هجرت په دوهم کال د روژې مبارکې میاشتي په اولسم تاریخ اوشوه.
په دې غزا کې دمسلمانانو شمېره 313 کسان ول
چې 82 مهاجرین او نور ټول انصارول، د اوس قبیلي څخه 61 او له خزرج قبیلې څخه 170 کسان وو .
له دوی سره د سورلۍ دوه اسونه ول چې یو زبیر بن عوام او بل دمقداد بن اسود سره وه او70 اوښان ول چې د دری کسانو په سر یو اوښ رسیده
رسول الله صلی الله علیه وسلم ، حضرت علی او مرثد بن ابي مرثد غنوي درې واړه په یو اوښ په نوبت سره سپریدل .
رسول الله د مدیني د ادارې او لمانځه ادا کولو لپاره ابن ام مکتوم خپل ځای ناستی وټاکه او عمومي مشر يې ابو لبابه وټاکه .
دلښکر عمومي سپین بیرغ دمصعب بن عمیر قرشي عبدري سره وه
دغې لښکر دوه ټولی درلوده
د مهاجرینو د ټولی بیرغ له علی سره وه
د انصارو د ټولی بیرغ سعد بن معاذ سره وه .
دلښکر عمومي قوماندان خپله رسول الله ص و
دمیمنې ښې اړخ قوماند زبیر بن عوام و
دمیسرې قوماندان مقداد بن عمرو و
ددوښمن تعداد
د ابوجهل ملګري 1000 ول ، ورسر 100 اسونه 600 زغرې او بې شمیره اوښان چې دقیقه شمیره يې معلومه نه ده
د جنګ قومنده ابو جهل سر و .
دسهر په مهال ډیر په کبر او غرور سره د بدر په لور روان شول

د اسلام لښکرو د بدر هغه حاکمې نقطې کې واړول، چې د اوبو چینې يې ټولې ولکی لاندې وي او جنګ لپاره مناسب ځای وه .
سعد بن معاذ رض د جګړې میدان شمال ختیځ خواته دغونډۍ په سر رسول الله ته يې ځانګړی مرکز جوړ کړه،
رسول الله ص لښکر ترتیب او تنظیم کړه ، بیا دې جګړې په میدان کې وګرځیده او خپل مبارک لاس سره به يې اشاره کوله ،چې فلانی به دلته و وژل شي ، فلانی به دلته و وژلی ان شاالله .
او ورسته دجګړی میدان کې یو ونی سره لمونځ وکاوه ، مسلمانانو ټولو په ډاډ او راحت سره شپه سبا کړه .

حق او باطل سره مخامخ شول!

رسول الله ص داسلامي عسکرو لیکې خپله برابرې او منظمې کړی د جنګ په اړه يې ورته لاروښونې وکړئ، ورته وویل چې کله دقریشو ټولی درته نزدې شو نو د غشو باران ورباندی وکړئ، دغشو ساتلو خیال کوئ بې فایدې غشي مه ولئ او تر هغه پورې تورې مه وهئ ترڅو دوی درنه تاوشوي نه وي .

مقابله شروع شوه

دقریشو د سردارانو دیوې کورنۍ درې غړي عتبه، شیبه او ولید میدان ته وړاندې شول او مقابله يې عبیده بن حارث ، حمزه او علي وکړه
عبیده او عتبه بن ربیعه
حمزه او شیبه
علي او ولید ودریدل
حمزه او علی لږوخت کې خپل حریفان وژل خو دعبیده او مقابل لوري ترمنځ ګوزارونه تبادله شول او دواړه سخت تپیان شول په دې وخت کې حمزه او علی دعتبه نه تاوشول او ويي وژه
عبیده يې ځان سره یوړه چې ډیر سخت ټپی شوی وه .
دې نه ورسته عمومي یرغل شروع شو ، مشرکینو په ډیر قهر او غوسې نه یودمی حمله وکړه
الله تعالی دمسلمانانو نصرت دملائکو په وسیله وکړه؛ دڅه ځنډ ورسته دمشرکینو په مینځ کې ماتې ګډه شوه ، ټول ویرې او پریشانۍ ونیول دمسلمانانو د ملا ماتوونکی ګوزارونو په وړاندې يې قوت اومقامت ختم شو ، مشرکینو دجګړې له ډګره د تېښتي کوښښونه شروع کړل او کفار له کاملې ماتې سره مخ شول .
په دې دوران کې ابوجهل دوه تنکیو ځوانانو لخوا مرګوني ګزار سره مخ شو،
چې دیو نوم معاذ او دبل نوم معوذ وه
جګړه دمشرکینو په پوره کامله ناکامۍ پای ته ورسیده او مسلمانان ته الله تعالی پوره بری ورکړ
په دې جګړه کې دمسلمانانو 14 کس په شهادت ورسیدل؛ چې 6 مهاجر او 8 انصار وو .
دښمن لورې ته ډیر مالي او ځاني زیانونه اوښتی وه 70 تنه يې وژل شوی وه او ګڼ شمیر يي اسیران شول چې ټول پکې مشران او مخور خلک وه
له ابو طلحه څخه راویت دی چې د رسول الله ص په امر دبدر په ورځ د مشرکینو 24 سرداران په مرداره کنده کې واچول شول .
درسول ص عادت مبارک دا وه چې کله به يې جګړه وګټله نو دری ورځي به هملته دجګړې په میدان کې پاتې کیده .
الله تعالی دې امریکا هم داسي کړي لکه څنګه چې ابوجهل او ددې لښکرې يې په بدر کې نیست او نابوده کړل .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button