آیا امریکایي ځواکونه به له سوریې ووځي؟

”امریکایي پوځونه دې له سوریې ووځي او که نه حکومتي پوځونه اړ دي چې په جګړه ورسره واوړي“ - بشار الاسد

سرلیکنه

د سوریې کورنۍ جګړه کې، چې اوس یې نږدې اووه کاله پوره کېږي، د عراق په  څېر داعش او کردي یاغیانو د امریکا او اسرائیلو په ملاتړ له سوریايي پوځونو زیاتې سیمې او ښارونه ونیول. روانې جګړې په سوریه کې نږدې پنځه لکه خلک ووژل او تر پنځه میلیونو زیات یې اروپايي او نورو هېوادونو ته په کډه کړل.

 له تېر کال راهیسې، د سوریې پوځونو د ایران او روسیې په ملاتړ له کردي یاغیانو او داعش جنګیالیو هغه سیمې چې په جګړو کې یې د سوریې له پوځونو نیولې وې بېرته ونیولې، او آن د روسیې هوايي بریدونو داعشي جګړه مار له هغو سیمو وویستل چې خپل حکومت یې پکې اعلان کړی و.

د سوریې موجوده واکمن بشار الاسد، چې د ایران او روسیې له ملاتړه ډاډمن دی او له خپلو مخالفینو یې زیاتې سیمې او ښارونه بیا نیولي، اوس یوه روسي ټلویزیون ته په مرکه کې امریکا ته خبرداری ورکړی، ویلي یې دي چې امریکایي پوځونه دې له سوریې ووځي او که نه  حکومتي پوځونه اړ دي چې په جګړه ورسره واوړي.

د روسیې راشیا ټوډې ټلویزیون سره د بشار الاسد مرکې د امریکا دفاع وزارت په غوسه کړی، وايي چې د اسد دا وینا به هغه ته په ګران قیمت تمامه شي.

د سوریې ولسمشر، بشار الاسد / SANA / Reuters

 امریکایي پوځونه په سوریه کې د سوریې د حکومت پر خلاف کردي یاغیانو، داعش جګړه مارو او د سوریې د رژیم یو شمېر نورو مخالفو ګوندونو سره د ملاتړ په موخه مېشت دي او هر ډول مرسته یې کوي.

اسد امریکا ته په خپل خبرداري کې ویلي له کردانو سره مخالفت یې کورنۍ  مسئله ده او کردي مشرانو سره هر ډول خبرو ته تیار دی.

 په سوریه کې د ډیموکراټیکو ځواکونو په نامه کردان د امریکا په پوره ملاتړ له حکومت-مخالفه ډلو سره په جګړه دي، او د سوریې پوځونو ته یې هم د تېرو کلونو په جګړو کې د سیمو او ښارونو په نیولو سخته مرګ ژوبله اړولې ده.

امریکا په سوریه کې د بشار الاسد حکومت د نسکورېدا لپاره د داعش او کردانو هراړخیز ملاتړ کوي. داعش یې ماتې وخوړه او کردانو سره، چې څه سیمې لا په واک کې لري، اسد غواړي د خبرو له لیارې خپلې ستونزې حل کړي. خو امریکا د افغانستان په څېر په سوریه کې هم د جګړې اور بل کړی او نه غواړي په سوریه کې روانې جګړې پای ته ورسېږي.

د امریکا پالیسي په افغانستان کې په لږ څه توپیر له سوریې سره یووالی لري، او هغه دا چې په سوریه کې امریکايي پوځونه د اسد د حکومت پر خلاف مېشت دی او په افغانستان کې د حکومت په پلوۍ. په دواړو ځایونو کې امریکا نه غواړي له افغانستان او سوریې خپل پوځونه وباسي.

داعش، چې په اسلامي هېوادونو کې د ناامنیو رامنځته کولو لپاره د امریکا او، د ایراني چارواکو په وینا، د سعودي له ملاتړه برخمن دي، د عراق له ماتې وروسته یې په  سوریه کې جګړې  زیاتې کړي. خو په سوریه کې تر ماتې وروسته افغانستان ته راورسول شول. که د اسد ځواکونه یې په بشپړه توګه په سوریه کې له مینځه یوسي، په افغانستان کې به یې ښویېدلې پښې نورې هم پسې وښویېږي.

اسد ته، که څه هم له پلاره ښه تاریخ نه دی ورته پاتې، اوس دوه لارې پاتې دي، له ډیموکراټیک ګوند سره به، چې کردان یې مشري کوي، لومړی د سولې او مذاکراتو لار غوره کوي، او که ونه شوه، د داعش په څېر به ورسره پرېکنده جګړې کوي. که په  جګړه کې یې پر کردانو کامیابي ترلاسه کړه، بیا به، د اسد په وینا، له امریکایي پوځونو سره په جګړه واوړي.

که د اسد حکومت له یادو مرحلو تېر شو، د عراق په څېر به امریکایي مشران هم د خپلو پوځونو د خوندیتوب لپاره له سوریې پوځونو ته د وتلو امر وکړي، او که د اسد له پوځونو سره په جګړه کې ښکیل پاتې شول، بیا به د افغانستان په څېر د اړتیا پر مهال نور نور پوځونه سوریې ته راغواړي.

 اوس پوښتنه دا ده چې امریکایي پوځونه به له سوریې ووځي او که نه؟ دا پوښتنه به له پورته یادو مرحلو د اسد تر تېرېدو وروسته د سوریې او امریکایي ځواکونو د جګړې په میدان کې ځواب کړل شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button