په سمنګان کې ۶۰ ښوونځي ودانۍ نه لري

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۱۳) د سمنګان د ولايتي شورا مشر حاجي راز محمد وايي، په دغه ولايت کې د نسبي امنيت سربيره لا هم لسګونه ښوونځي ودانۍ نه لري.
د رازمحمد په خبره، که څه هم په دغه ولايت کې امنيت شته، زده کوونکي ښوونځيو ته ځي خو بيا هم په مرکز او ولسواليو کې ۶۰ ښوونځي ودانۍ نه لري او کوچنيان تر خيمو لاندې زده کړې کوي.
د سمنګان د والي وياند صديق عزيزي بيا وايي، د ودانۍ نه لرونکو ښوونځيو شمير له هغې زيات دی چې ولايتي شورا يې ادعا کوي زياتوي چې مرکزي حکومت ته يې د ښوونځيو د ودانيو جوړولو لپاره وړانديزونه استولي دي.
د سمنګان په ګاونډیو ولایتونو بلخ، سرپل او بغلان کې هم د معارف ریاست چارواکي ادعا کوي چې یادو سیمو کې لسګونه ښوونځي ودانۍ نهلري او زدهکوونکي تر زړو خیمو لاندې په زدهکړو بوخت دي.
په ورته وخت کې د ننګرهار، غزني، باميان او ځينو نورو ولايتونو د معارف رئيسان وايي د کتابونو له سخت کمبود سره مخ دي او هر ځل يې چې د معارف وزارت سره د کتابونو د مشکل مسله ذکر کړې هغوی يواځې وعدې کړي او مکتبونو ته يې کتابونه نه دي ورکړي.



