د پرچمن ولسوال او امنيه قومندان ټوله ولسوالۍ طالبانو ته تسليم کړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۱۳) د فراه ولايت څخه ځايي سرچينې وايي، د ولايتي چارواکو اړيکي د پرچمن ولسوالۍ سره قطعه شوي او ويل کېږي چې ولسوالۍ د طالبانو لاسته لوېدلې ده.

طالب وياند قاري يوسف احمدي رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼې کې ويلي چې د یادې ولسوالۍ ولسوال حاجي داود، د امنيې قومندان عبدالولي، د استخباراتو مدير عبدالظاهر د ولسوالۍ له ټول پرسونل سره طالبانو ته تسليم شوي دي.

خبرپاپه کې راغلي د ولسوالۍ د نيولو پر مهال: ” په ولسوالۍ کې ګڼ شمیر هاموې ټانکونه، رینجر موټر، خورا ډيرې سپکې اودرنې وسلې مهمات او نظامي توکي مجاهدینو ته په لاس ورغلل.”

طالبان وايي، د دغه ولسوالۍ په نيولو سره زياته سيمه د دوی تر واک لاندې راغله او د ولسوالۍ مربوط په ټولو مرکزونو کې طالبان ځای پرځای او امنيت ټينګ کړای شو.

تر اوسه دولت رسمي څرګندونې نه دي کړي خو محلي سرچينې وايي چې د ولايت او ولسوالۍ تر منځ اړیکې پرې شوي او په ياده ولسوالۍ کې د وضعيت په اړه هيڅ خبر نه لري.

د طالبانو د الخندق عملياتو له پيل راهيسې دا لسمه ولسوالۍ ده چې طالبان يې نيسي، پوليسو ته مرګ ژوبله اوړي او د هغوی وسلې طالبان له ځان سر وړي خو دا لومړۍ ولسوالۍ ده چې ولسوال، امنيې قومندان او د استخباراتو د مدير په ګډون يې ټول پرسونل په خپله خوښه طالبانو ته تسليميږي او ټولې وسلې، وسايط او نطامي توکي طالبانو ته سپاري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button