د پلچرخی شپی او ورځی

لیکنه حافظ عمری اسیر

ای د ظلم کوره!
ته د شهیدانو په وینو موړ نه شوی؟
ای د ظلم قصاب خانې!
د پنځه څلویښتو کلونو د بندیانو، شهیدانو، زخمیانو، تري تم شويو او په زولنو کی وراسته شویو مظلومو انسانانو غوښو او هډوکو ستا ګیډه هیڅ درمړه نکړه؟؟؟
اوس دی هم لا په غیږه کی د هیواد اصیل بچیان مجاهدین، دیني علماء، د قرآن حافظان او متدین انسانان د خلاصي په تمه شپی او ورځې تیروي؟
غواړم ستا دروازه درپرانیزم څو د اسلام د نازولو بچیانو د حالاتو سخت حالت خلکو ته منعکس کړم.
څو د هغو مظلومو انسانانو چی د الله په اسره پراته دي ځینې یې لا د پوښتنی هم څوک نلري د هغوی د حال بیان واخلم.
د اوسپنیزو پنجرو په مینځ کی په زنځیرو تړلی انسانان چی د عادی انسانی ژوند له ټولو امتیازاتو محروم دی د حال پوښتنه او لنډه کتنه وکړم.
ای د وحشتونو تورې خونی!
ستا هر قدم هره لویشت او هر ځایګی د ظلمونو او ستمونو داستانونه بیانوي ستا لویشت لویشت ځای، ستا هر قفس هر وینګ او هر دهلیز نه ختمیدونکي داستانونه لري د دی ملک د مظلومو بچیانو د حسرتونو او غمونو قیصی کوي.
کاش چی تاریخ لیکونکي دلته هم راتللای شوای او ستا د دیوالونو هغه یادګارونه یی لیدلي او له ځان سره نوټ کړي وای چې مظلومو بندیانو د یادګار په حیث ستا پر دیوالونو کښلي دي او د تاریخ پاڼو ته یې د شاهد په حیث سپارلي وای.
هغه چی د یو مظلوم انسان د ژوند وروستنيو خاطراتو لوستونکو ته څه لیکلی دی؟؟؟
هریاداښت او هر یادګار یی ځان ته جلا جلا داستانونه او قیصې له ځانه سره لري په ډول ډول عبارتونو ډول ډول عنوانونو او په مختلفو اشکالو او مختلفو تعبیراتو باندی لوستونکو اولیدونکو ته په ذهن کی لرغوني پیغامونه لري او د غرور او برم نه ډک تاریخونه وریادوی عبرتونه ورتازه کوی.
ای د ظلم تورې کلا!
زه چی کله په لومړي ځل ستا کرغیړن دهلیز ته راننوتم هاغه د لسم کال د جوزا د میاشتی د شهیدانو متانت مقاومت او د هغوی په وړاندی د دښمن د تور وحشت ټولې صحنې می یوه په یوه سترګو ته نیغې ودریدې او د تیر جهاد د وخت هاغه یولک او څلورویشت (۱۲۴۰۰۰) زرو شهیدانو تاریخ می سترګو ته ودرید، آخ! چی هغوی څومره په ظلم او وحشت سره شهیدان شوی دي؟
کمونستانو قتل عام کاوه خو غافل له دې چې یو وخت به دوی سرکوزی په خپل هیواد کی ژوند کوی چی د روسانو لخوا دوی ته تلقین شوي شعارونه به یې پر دیوالو بی لوستونکی پاتی وی د دوی کمونیزم به بیرته په شاباندی ګرځیدلی وی دا کمونیزم به بیا د کاپټالیزم په خدمت کی د غلامۍ جغ پر اوږو ایښی وی او دوی به د استعمار او تور امپریالیزم ګوډاګیان ګرځیدلی وي.
د دوی شعارونه به د مارکسیزم د فلسفی سره یو ځای د تاریخ په زباله دانۍ کی پراته وای، که دوی پوهیدای چی د دوی د کمونیزم عمر به دومره لنډ وی، زه باوری یم چی دوی به هیڅکله هم دا ظلمونه نه وای کړي. که دوی پوهیدای چی د دوی مارکسیزم او غلطه فلسفه به د سوسیالیزم او کمونیزم نه بیرته په کامپیټریزم او امپریالیزم بدلیدای نو دوی به د دومره مظلومو انسانانو ککرۍ ژوندی نه تر خاورو لاندی کولې.
هغو تالي څټو انقلابیونو هغو د کارګرانو او بزګرانو د لور او څټک مبارزینو چی پرون مسلمانان د پرونساریا د ډریکساری په نامه وژل، هغو چی خلک یی د ډیموکراسی په نامه له تیغه تیرول، هغوی نن په ډیرې سپین سترګۍ سره په اوسنی انقلاب کی د بوش او بلیر غلامان شول د هیواد او اسلام بچیان یې یو ځل بیا په زولنو کی د امپریالیزم د مشرانو د خوشحاله کولو په خاطر او د څو ډالرو د ګټلو په خاطر بیا تعذیبوی!!!
دوی خو به ادعاوې کولې چی تاریخ برعقب برنمی ګردد!!!
خونه پوهیږم چی دوی به نن څنګه تعبیر ورته کوی؟ د تاریخ دا سیر څنګه بیرته د کمونیزم او کامپیتالیزم سیر او فلسفی ته وروګرځید؟؟؟
پرون یی هم د ډیموکراسۍ په نامه خلګ وژل او نن هم د ډیموکراسۍ په نامه باندی خلک په وینو کې لغړوي؟ خو دوی پرون هم د کور کالي ډوډۍ په موخه د شرق مزدوران وو او نن هم د یوی ګولۍ ډوډی لپاره د غرب مزدوران دي او اسلام موږ ته د دی ناوړه دریځ ښه تعبیر کړی چی الکفر ملة واحدة کفر ملت واحده دی مطلقا کفر د اسلام دښمن دی او د مسلمانانو وینو ته تږی دی، په هرنامه چی کولای شی مسلمان ووژنی وژنی یی او په هره نوعه چی په مسلمان باندی په ظلم کولو قادر شی تیری پری کوی برابره خبره ده که هغه د کمونیزم په نامه وی او که د امپریالیزم په نامه د اسلام کور د دوی دغشو اصلي او بنسټیز هدف او نشانه ده او په مسلمانانو باندی یی عام یرغل راوړی دی.
اللهم انا نجعلک في نحورهم و نعوذ بک من شرورهم.
و سیعلم الذین ظلموا أی منقلب ینقلبون() و لا حول و لا قوة الا بالله العظیم.
رب لا تذر علی الأرض من الکافرین دیارا () انک ان تذرهم یضلوا عبادک و لا یلدوا الا فاجرا او کفارا ().
و حسبنا الله و نعم الوکیل نعم المولی و نعم النصیر.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button