دا جګړه به تر کومه روانه وي ؟

لیکنه : خبیب خالد

۱۷ کاله کېږې چې امرېکا او ملګرې یې په افغانستان کې لګیا دې او غواړي چې د تروریزم تر عنوان لاندي جګړه وګټې ، او کوم څوک چې دوی ورته تروریزم وایې هغه له منځه یوسې ، د سیپټمبر د پېښې غچ واخلي .
خو خبره او هدف بل دی ! د اوسنیو ټولو هغو جګړو چې نړیوال کفار یې په اسلامي نړۍ کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول مخته وړي ؛ شاته یې د نړۍ د یهودو مشران لاس لري او رهبري یې د همدي ملعونانو په لاس کې ده ، امرېکا او نور کفري هیوادونه فقط د جګړې د الې په ډول استعمالوي .
د کفري نړي سرلاري یهود همدا جګړه د خاصو اهدافو لپاره په مخ وړي ، چې څو عمده اهداف یې په لاندي ډول دي :
۱ـ لمړی هدف یې د همدې جګړې د پیلونکي په خوله بیان کړل چي بیا وروسته ورباندي پښېمانه هم وو ، د همدې اوږدې جګړې پیلونکي (بوش) د جګړې د پیل په وخت کې خپل ماتحت ته داسي وینا وکړه (دا جګړه چې اوس یې موږ پلان لرو دا د سپټمبر د پېښې د انتقام لپاره نکوو بلکي دا جګړه د صلیب او اسلام جګړه ده ، څوک چې د سيپټمبر د پېښې د انتقام په نیت راوتلي وي هغه دي نه راسره ځې ).
۲ـ دوهم هدف چې د کفري نړۍ مشران یې له همدې جګړو څخه لري هغه هم په عراق باندي د یرغل په وخت کې د بوش له خولې څخه را ظاهره شول ؛ هغه د جګړې د پیل په وخت کې دا خبره وکړه 🙁 په عراق باندي ځکه جګړه شروع کوم ځکه چې زما خدای زه امر کړی یم) نو د بوش له همدې خبرې څخه له ورایه معلومېږې چې د دوی خدای خو شیطان دی او همدغو شیطان پرستانو ورته امر کړی وو چې په عراق باندي حمله وکړي .
۳ـ دریم هدف د کفرې نړۍ د سرلارو د همدغو اوږدو جګړو څخه دا دي چې د خپل کفري سرکښې امنیت یې هیڅکله زیانمن نشي ، کفارو د تاریخ په اوږدو کې دا درک کړي ده ؛ هر وخت چې مسلمانان د اسلامي نظام واکداران شې نو بیا د اسلام په غوښتنه عمل کوي او د اسلام غوښتنه دا ده چې باید له دې مبارک دین څخه کفري نړۍ هم برخمنه شي ، نو همدې موخې ته د رسېدو په خاطر مسلمانانو وخت ناوخته په کفري نړۍ حملې کړې دي او هغه یې د اسلام په مبارک دین پوښلي ده .
رسول الله (ص) او ملګرو یې چې کله تمکن او قدرت تر لاسه کړل نو بیا یې د بندګانو د نجات لپاره زیات تکلیفونه وکړل اوږده سفرونه او اوږدې جګړې یې وکړې شهیدان یې ورکړل خو ډېرو کفري هیوادونو ته اسلام ورساوه.
د پورته او نورو ډېرو باطلو اهدافو لپاره نن ورځ د یهودو مشران خپل ماتحت قرباني کوي او بې درېغه مادیات مصرفوي ، اوږده اوږده جنګونه مخته وري ، د نړۍ پېغورونه په ځان قبلوي خو خپل هدف نه پرېږدي .
څرنګه چې کفري نړۍ د خپلو شومو اهدافو لپاره همدومره قربانۍ ته اماده دي نو دوی دي پدې سر خلاص کړي چې مسلمه امت به هم تر اخېرې سلګۍ پوري له دوی سره خپله مبارزه جاري وساتې او دوی ته به هیڅ کله هم سر ټیټ نه کړي .
که چېري مسلمه امت د دوی له مقابلې څخه عاجز شول نو الله فرمایې چې زه به د خپل سپېڅلي دین د ساتنې لپاره خپل نازولی پیغمبر حضرت عییی ع له اسمان څخه را ښکته کړم او د دوی لښکرو ته به ماتې ورکړي او زما دین به لوړ کړي .
ای د مسلمه امت ځوانانو ځانونه ډیر اوږد جنګ ته اماد کړئ ، دا اقتصادي جګړه نده چې بالعموم افغانان او په خاصه بیا ساسیون وایې چې امرېکا دلته د کانونو او نورو ذخایرو د لوټ کولو لپاره راغلي ده او زموږ کانونه لوټ کوي ، یا داسي نده بلکي د امریکا تر شا د سترو یهودو لاس دی زموږ له غیور مسلمه امت څخه وېرېږې ځکه دلته پاته ده او جګړه نه ختموي ، نو ورته ټینګ شۍ مټي را بډ وهئ او ذلیله یې کړئ ماتې منلو ته یې اړ کړئ ، داسي یې په ګونډو کړئ چې بیا هیڅ کله هم د یهودو سرلاري نور کفري هیوادونه دې ته ونه هڅوي چې زموږ په خاوره یرغل وکړي او دلته د مسلمانانو د ځپلو لپاره راشي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button