د کندوز پر پوهنتون د غوايي غوښې پر ځای د آس غوښې د پلورلو قراردادي نيول شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۱۴) د کندوز د زراعت رياست مسئولين وايي، د دوی تخنیکي ډلې د دغه ولايت پر پوهنتون د آس د غوښې پلورلو مخنیوی کړی دی.
د کندوز ولايت د اوبو او مالدارۍ رياست په یوې خبرپاڼې کې ويلي، د قرارداديانو له ډلې ځينو يې غوښتل د غوايي د غوښې پرځای پوهنتون ته د آس غوښه يوسي او پر هغوی يې وپلوري.
خو زياتوي، چې پوهنتون ته د آس غوښې د واردولو مخنیوی شوی، د مسئولينو له لوري په قضيه کې ښکېل کسان نيول شوي او څېړنې ترې رواني دي.
دا لومړی ځل نه دی چې يواځې پر پوهنتون د آس غوښې د پلورلو هڅه کېږي بلکې تر دې مخکې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې دولتي ادارو او نظامي مرکزونو ته د حلال مال د غوښې په نوم د خره، سپي او نورو مردارو حيواناتو غوښې وروړل شوي دي.
تېره اوونۍ د بادغيس پوليسو وويل چې له تېرو لسو کلونو راهيسې په پوليسو او امنيې قومندانۍ کارمندانو د قرارداديانو له خوا د سپيو غوښې خوړل شوي دي.



