د کابل پوليس: چاودنه د سرتيري بريد په واسطه شوې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۱۴) څو شيبې مخکې د کاپل ښار د پنځمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې د پول تخنیک پوهنتون ته څېرمه درنه چاودنه وشوه.

ويل کېږي، چاودنه هغه مهال شوې کله چې د دیني عالمانو غونډه پای ته ورسېده او ګډونوال يې له خيمې څخه د وتلو په حال کې و.

د کابل د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي سلاکار حشمت ستانکزي شمشاد ته ويلي، چې چاودنه د سرتيري بريد کوونکي له خوا ترسره شوې ده.

نوموړي د اوښتو تلفاتو په اړ کره معلومات نه دي ورکړي خو ځايي سرچينو په لومړنيو معلوماتو کې د اوښتو تلفاتو په اړه ويلي په چاودنه کې درې تنه وژل شوي او څو تنه نور ټپيان دي.

دغه غونډه د افغانستان له بېلابېلو ولايتونو څخه د عالمانو شورا ياديده چې په خپلو ويناګانو کې يې روانه جګړه نارواه او حرامه وبلله او له افغان حکومت او طالبانو يې د سولې غوښتنه وکړه.

جزيات:  د کابل د امنيې قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزی وايي په چاودنه کې اووه تنه وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.

په وژل شويو او ټپيانو کې د ملکي وګړو سربيره پوليس او دولتي کارمندان هم شامل دي.

د عامې روغتيا د وزارت وياند ويلي، د پېښې له ځايه دوولس ټپيان وروړل شوي دي.

د کابل پوليس وايي، بريدګر د غونډې ځای ته له داخلېدو مخکې ځانته چاودنه ورکړې ده.

طالبانو په برید کې لاس لرل رد کړي دي او وياند يې ذبيح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه لکي: د کابل نننۍ چاودنه د اسلامي امارت د مجاهدینو پورې اړه نه لري.

تر اوسه د غه بريد مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button