د دوستم ځوی “باتور” د طالبانو له کمين سره مخ شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۱۴) د جوزجان سيمه ييز چارواکي وايي، چې تېره شپه د ولسمشر د لومړي مرستيال پر ځوی “باتور دوستم” د بلخ- جوزجان پر لويه لاره طالبانو برید کړی دی.

د شبرغان د ګارنيزيون مرستيال صمد رحماني پر نوموړي بريد تاييدوي وايي، د طالبانو د ولسوال ملا جبار په مشرۍ له سلو زياتو طالبانو د جوزجان پر لويه لاره (د چکش ) په سیمه کې د باتوردوستم په موټريز کاروان برید وکړ خو نوموړی له دې بريده روغ وتلی دی.

تر اوسه طالبانو په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ويليو خو په سيمه کې طالبانو ته نږدې سرچينې مني چې پر باتور دوستم برید د طالبانو له لوري شوی زیاتوي چې په برید کې د هغه ساتونکو ته تلفاتو اوښتي دي.

د جوزجان د والي وياند پر دوستم د طالبانو د بريد په اړه بې خبري ښودلې ده.

د جنبش ګوند وياند بشيراحمد ته ینج وايي، پر باتور دوستم برید شوی خو زیاتوي چې نوموړي ته پکې زیان نه دی اوښتي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button