ملامحمدمطمئن
سپېڅلې جګړه
بنده به نه کړو له ښکلېلاک څخه ګټلې جګړه
د درباري ملا په خوله دغه سپېڅلې جګړه
دا خو يو حکم شرعي دی پرېښودای نه شو
په احادیث اوپه قرآن کې ده راغلې جګړه
جنګ کې پيدا په جنګ کې لوی او په دا جنګ کې به مرو
د افغانانو په قسمت کې ده ليکلې جګړه
ان شاءالله چې دښمنان به خامخا څملوو
د هېواد ګوټ،ګوټ کې مو ګرمه ده ساتلې جګړه
دې پاکه خاوره کې اصحاب او اولياء پراته دي
څوک چې راغلي دي په زور هغو بایللې جګړه
مونږ مطمئنه باقي عمر هم په جنګ کې غواړو
د رب لپاره مو په سر سترګو منلې جګړه


















