حکومت وايي، د حزب اسلامي ۲۶۹ بنديان خوشې کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۱۶) د ارګ له لوري په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې د ملي امنيت شورا له لوري د سې شنبې ورځې په جوړه شوې غونډه کې پریکړه شوې تر څو د حزب اسلامي نږدې درې سوه بنديان خوشې کړي.

ارګ وايي، دغه زندانيان د حزب اسلامي سره د سولې توافقنامې له مخې خوشې کېږي زياتوي : “د ملي امنیت شورا غونډې د حزب اسلامي د ۲۶۹تنه محبوسینو د خوشي کولو جدول چې د اړوندو ارګانونو له خوا له هره اړخه څيړل شوی، تر بحث لاندې ونیو او د سولې د موافقت‌نامې سره سم د هغوی د خوشي کولو لپاره لازمه پرېکړه وشوه.”

په اعلاميه کې دا نه دي ويل شوي چې دغه بنديان به له کومو زندانونو خوشې کېږي خو تر دې مخکې د دغه ګوند له سلو زيات بنديان له پلچرخې زندان څخه د شوې توافقنامې له مخې خوشې شوي دي.

تر  اوسه حزب اسلامي د یادو بنديانو د خوشې کېدو په تړاو څه نه دي ويلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button