شیرخان بندر: افغان امنیتي ځواکونه له تاجکستاني موټر چلونکو په ناقانونه توګه پیسې اخلي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۱۶)
د کندوز په شیرخان بندر کې افغان او تاجکستاني موټر چلوونکي او سوداګر وایی؛ چې له لویو باروړونکو موټرو څخه ترافیک، پولیس او ترانسپورتي ادارې په جلا جلا ډول په غیر قانوني توګه د توپک په زور پیسې اخلي چې دې چارې د دوی کارونه ټکني کړي.
تاجکستاني موټروانان وایي، اوس دا یو عادي کار جوړ شوی او دوی له کوم مقاومت پرته مجبور دي څومره پیسې چې د هغوی زړه وي، ور یې کړي.
دوی وایي؛ پولیس، ترافیک او د یوشمېر محلي ادارو استازي له پارچې ورکولو پرته له دوی څخه د مالیې په نوم باج اخلي او د کار د دې لامل شوی چې په بازارونو کې د توکو پر قیمت مستقیم اغیز و کړي.
په یاد بندر کې افغان سوداګر وایي،بهرني سوداګر په دغه راز وضعیت کې وارداتو ته زړه نه ښه کوي او دا چاره د دې لامل شوې چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شي.
پر همدمهال د شیرخان بندر د تصدۍ رییس او کمیسار نجیب ناظري د ناقانونه پیسو اخیستل نه مني او زیاتوي چې له هغه کسانو سره چې په غیرقانوني ډول له موټر چلونکو پیسې اخلي عدلي او قضایي ارګانونو ته به معرفي شي.

باید وویل شي چې تر دې وړاندې هم په ګڼو ولایاتو کې موټر چلونکو او سوداګرو شکایتونه کړي چې د لارو پر سر میشتې امنیتي پوستې په یوه او بل نوم ترې باج اخلي او که ور یې نه کړي، په مرګ یې ګواښي حکومت تر دې مهاله د سوداګرو او د باروړنکو موټرونانو د دې ستونزو په تړاو کومه مثبته ژمنه نه ده کړې.



