لیکوال :طارق بدر
درې کاله وړاندې د حج اوقافو وزارت کې د علماوو غونډه وه، له شاوخوا ولایتونو ورته ځايي علماء او د کابل ښار ملا امامان ور ټول کړل شوي و، ټولو علماوو همدا یوه خبره تکراروله چې سیمینار ته راغلي یو، وايي دوه ورځې سیمنیار دی ښې پیسې او د لارې کرایه هم پکې شته، خو چې غونډه شروع شوه شاته بینرونه ولګیدل او رسنیو کې را ووتل چې دیني علماوو د امنیتي ځواکونو ملاتړ غونډه وکړه، د غونډې په منځ کې ډېر علماء پورته شول احتجاجاً له غونډې وتل خو عسکرو يې مخه ونیوله او په زور يې غونډه تر پایه پرې وزغمله، وروسته د احتجاجي علماوو غږ کومې رسنۍ هم ور وانه خیست خو په فیسبوک کې ناندریو د دې غونډې ارزښت کم کړ.
تېره ورځ بیا دغسې یوه ډرامه تکرار شوه، د کابل د علماوو د ټولنې مشر ملا بصیر حقاني وايي چې دی د شپې په دوولس بجې خبر شو، چې سباته داسې یوه غونډه ده چې د امنیت او سولې شوراګانو له لوري تیاره شوې فتوا باید د دوی په نوم خپره شي، ده په ګیله من انداز خورشید تلویزون کې وویل چې دی د پنځه زره مسجدونو د ملا امامانو مشر دی، چې دی دومره ناوخته خبر شو، نو داعش بیا څنګه له غونډې خبر شو او څنګه يې انفجاري مواد د دوی تر ځایه ور ورسول؟ دا غونډه چې حکومت پکې د زرګونو علماوو د ګډون دعوه کوي له دې اړخه هم سوال برانګېزه ده چې د زرګونو علماوو را ټول څنګه یوه شپه کې وشول؟ څومره ژر توافق ته ورسېدل؟ څومره ژر يې د فتوا متن تیار کړ او څنګه يې ژر يې خپور کړ؟ .
د شوکت حقیار په نوم یو تن پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي و، چې زموږ د مسجد امام دې غونډه کې ګډونوال و، وايي هغه وايي چې موږ ته ورقې راکړل شوې چې په دې ورقو کې د سولې اړوند خپل نظریات ولیکئ، وايي ما هم ورته ولیکل چې سوله تر هغو ناممکنه ده چې تر څو دلته کفر موجود وي، خو چې کله وايي سټیج ته شعیه ملاصاحب ودرید نو یو متن يې ولوست او رسنیو راواخیستل چې دا فتوا د غونډې ګډونوالو تیاره کړې وه! دا له دیني طبقې سره یو بل زیاتی و، خو پر دې سربېره بیا د پولتخنیک په دروازه کې ورته چاودنه کول د دوی پر حیثیت یو بل ګوزار و، دغه چاودنه چې مسؤلیت د داعش په نوم د حکومت د ترهګریزې شبکې یوې ډلې واخیست داسې وخت کې کېږي چې امنیتي ځواکونه هلته کم او د علماوو د را وتلو وخت دی! د دې ډرامې ګټه شته؟ دا ډرامه د ټرمپ ستراتېژي ته چې مطلقه ناکامه بلل کېږي، یوه د خټو پوزه جوړول دي، پر دې سربېره په اندونزیا کې د علماوو له ناستې نه نېکولسن کومه فتوا تر خلاصه کړه نه د هغه افغان مامورینو اشرف غني او عبدالله؛ ځکه خو دلته يوې بلې دغسې هڅې ته اړتیا وه، چې دوی هم امریکا ته ووايي چې د ټرمپ ستراتېژی دا توره وکړه او هم د نېکولسن هغه خبره چې پر طالبانو به مذهبي فشار ډېر کړي او هم د ده د کاري وخت د پای ته رسېدو لپاره یوه لاسته راوړنه شي، امریکا نیت لري چې د نېکولسن پر ځای سکاټ مېلر دلته قومندان کړي، نو دی باید تش لاس امریکا ته لاړ نه شي.
پر طالبانو دا تش په نوم د اتمر له خوا تیاره شوې فتوا ځکه تاثیر نه کوي چې هغوی د حکومت تر جغ لاندې علماوو نه دا هیله نه لري چې د دوی د مبارزې ملاتړ دې وکړي، نه يې ملاتړ او نه ملاتړ دوی ته کوم ارزښت لري، د امريکايي حکومت د افغان مؤسسې مامورین عبدالله عبدالله او محمد اشرف غني دین ته هم د ډيموکراسۍ په نظر ګوري او انګېري چې که د ګډونوالو تعداد ډېر و نو خبره کې به يې هم وزن وي، خو داسې نه ده، که د طالبانو مبارزه ناروا بلل دوی ته حق ښکاري نو دا چاره خو خوست کې خانه میر لا په ۲۰۰۵ کال کې ویل چې د امریکایانو او د دوی د افغان مزدورانو ټانګونه ورته داسې ښکاري لکه د اصحابو اسان (نعوذ بالله)؛ خو په کابل کې په چل، فریب، دوکه، زور، پیسو او پلمو را ټول شوي څو پګړۍ والا ږیرور استادان پر طالب مبارز ذره اغېز نه شي کولی.
پرلټ او دغه فتوا! پرلټونه چې د سولې په نامه د امنیت شورا له لوري د ودان افغانستان ګوند په نوم د یو څو ځوانکیو له لوري يې د تطبیقېدو غږونه پورته شول هم، د نېکولسن ارمان پوره نه کړ، که څه هم پر دې پرلټونو پرېمانه لګښتونه وشول خو پایله يې هغسې نه شوه لکه اتمر او نېکولسن چې يې هیله لرله، د علماوو له پرونۍ ډنډورې وروسته به له هلمنده د سولې په نامه روان شوی کاروان کابل کې ښه بدرګه شي، تبلیغات به ورته وشي او په څنګ کې به يې د طالبانو په نوم ځينې اشخاص له دولت سره هم یو ځای شي، نېکولسن چې څو ورځې وړاندې د پټو خبرو یادونه وکړه، امکان دې ولري چې ځينې هغه خلک چې وړاندې لا د امریکايي مؤسسې له مامورینو سره په اړیکه کې و او ترکیه کې هم ناسته وکړه، په دې نامه راشي چې ګواکې پر دوی د اتمر فتوا اغېزه وکړه او دعوه به وکړي چې دوی په غلطه و، اوس يې سر خلاص شو! دا هر څه د ځان غولول دي او د ځان غولول یوه ډېره مضره ناروغي ده، چې له بده مرغه د امریکايي مؤسسې مامورین پرې اخته دي او فکر کوي ټول ولس يې ګونګ، ړوند، کوڼ او د دوی هرې ناپړیتي ته سر ښورونکي دي!
















