طالبانو هم د اختر په شپو او ورځو کې اوربند اعلان کړ
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۱۹)
وروسته تر هغه چې د ګډحکومت مشر د طالبانو سره څو ورځنی اوربند اعلان کړ، طالبانو یې هم پر وړاندې په مثبت غبرګون ښوودلو سره ورته اقدام کړی.
د طالبانو مشرتابه خپلو ټولو ځواکونو ته حکم کړی چې د کوچني اختر په اوله دوهمه اودریمه ورځ دې په ټول هیواد کې د داخلي مخالیفینو پرضد تعرضي عملیات ودروي.
طالب مشرتابه خپلو جنګیالیو ته ویلي چې که د اوربند په شپو کې د داخلي ځواکونو له خوا پرې تعرض ترسره کیده، کلکه دفاع دې کوي.
د طالبانو په اعلامیه کې بهرني پوځیان له دې حکم څخه مستثنا بلل شوي او ټولو طالبانو ته امر شوی چې “ د هغوی په وړاندې دې خپل عملیات جاري وساتئ که هرځای او هروخت مو ولیدل، تر کلکو ګوزارونو لاندې یې ونیسئ“
د طالبانو مشرتابه د بندیانو په اړوند هم انعطاف ښوودلی او د خپل نظامي کمیسیون مسئولینو او د ولایاتو والیانو ته یې حکم کړی چې هغه بندیان تشخیص او په اړه یې مشرتابه ته مالومات ورکړي، کوم چې په راتلونکي کې د دوی پرضد د افغان خواکونو لیکو ته د نه ورتلو تضمین ور کولی شي ، تر څو یې له زندان څخه د خلاصون په اړه مشرتابه تصمیم ونیسي.
همداراز طالب مشرتابه خپلو افرادو ته په خپل پیغام کې ویلي ؛ چې د ټولو جنګي او جنایي بندیانو کورنیو ته دې د خوښیو سهولتونه او له خپلو بندیانو سره د ممکنه ملاقات زمینه مساعده کړي.
د طالبانو مشرتابه همداراز خپلو ټولو افرادو ته لارښوونه کړې چې د ولسونو په غونډو او ګڼه ګوڼه کې دې له ګډون څخه ډډه وکړي څو د دوی له کبله عام ولسونه د هوايي بریدونو ښکار نه شي.
“مجاهدین دې د عام ولس په داسې تجموعاتو کې ګډون نه کوي چې هلته د دښمن له لوري د بمبار خطر وي، ترڅو يې زموږ ظالم دښمن په بهانه ګرزولو سره په عام ولس ړندې بمبارۍ ونه کړي او د خلکو د تلفاتو سبب ونه ګرځي“
که څه هم طالبانو په ټولو اخترونو کې د نا اعلان شوي اوربند له مخي خپل بریدونه درول خو دا په تیرو ۱۷ کلونو کې لومړی ځل دی چې افغان حکومت او طالبان د څو ورځو لپاره په خپل منځ کې رسمي اوربند اعلانوي.
د طالبانو د مشرتابه فرمان:
د اختر په ورځوکې
مجاهدینو ته د مشرتابه هدایات
بسم الله الرحمن الرحیم
د دې لپاره چې د اختر په نیکمرغه شپو ورځو کې مو هیوادوال په اطمئنان سره د اختر لمونځ او نور مراسم تر سره کړي، د اسلامي امارت مجاهدین دې لاندې هدایات په جدي توګه عملي کړي.
۱ ــ ټولو مجاهدینو ته هدایت ورکول کیږي چې د کوچني اختر په اوله دوهمه اودریمه ورځ دې په ټول هیواد کې د داخلي مخالیفینو پرضد تعرضي عملیات ودروي، خو که په مجاهدینو تعرض وشي کلکه دفاع دې کوي.
۲ ــ خارجي اشغالګر له پورته حکم څخه مستثنا دي، د هغوی په وړاندې خپل عملیات جاري وساتئ که هرځای او هروخت مو ولیدل، تر کلکو ګوزارونو لاندې یې ونیسئ.
۳ ــ د نظامي کمیسیون مسئولین او د ولایاتو والیان دې په خپلو اړوندو بندیخانو کې هغه بندیان تشخیص کړي او په اړه دي يې د مشرتابه مقام ته معلومات ورکړي چي کوم په اینده کې د دښمن په صف کې د نه دریدو تضمین ورکولای شي او د مجاهدینو پرضد د فعالیت نه کولو ژمنه کولای شي، تر څو یې له زندان څخه د خلاصون په اړه مشرتابه تصمیم ونیسي.
۴ ــ د اسلامي امارت په بندیخانو کې چې څومره بندیان دي، هغه که جنایي وي که جنګي، د اختر په شپو ورځوکې دې مجاهدین د خوښیو سهولتونه او د امکان په صورت کې له کورنیو سره د ملاقاتونو زمینه ورته مساعده کړي.
۵ ــ مجاهدین دې د عام ولس په داسې تجموعاتو کې ګډون نه کوي چې هلته د دښمن له لوري د بمبار خطر وي، ترڅو يې زموږ ظالم دښمن په بهانه ګرزولو سره په عام ولس ړندې بمبارۍ ونه کړي او د خلکو د تلفاتو سبب ونه ګرځي. والسلام
د اسلامي امارت د مشرتابه لخوا
۲۴/۹/۱۴۳۹هـ ق
۱۹/۳/۱۳۹۷هـ ش ــ 2018/6/9م



