فلسطین: لاریونونو کې ۴ کسان وژل شوي او تر ۵۰۰ ډیر ټپیان دي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۱۹)

تیره ورځ په مسجد الاقصی کې شاوخوا ۲۴۰ زره فلسطینیانو د جمعې لمونځ آدا کړ، تر لمانځه وروسته لسګونه زره کسانو په مختلفو سیمو کې د (بیا راګرځیدو) د لړۍ وروستی لاریون تر سره کړ.

دوی د فلسطین د ورځي په مناسبت له اسرائیلو څخه په لویدیځه غاړه کې د غصب شویو ځمکو د غوښتنې، د فلسطیني ولس د محاصرې د ماتولو او نورو ورته مسایلو غوښتنه کوله.

لاریونوال بیا هم د اسرایلي ځواکونو له اوښکې بهوونکي ګاز او ډزو سره مخ شول چې وروستي راپورونه د ۴ فلسطینیانو د وژل کیدو او ۵۰۰ نورو د ټپي کیدو خبر ورکوي.

فلسطیني مشرانو پریکړه وکړه چې راتلونکې اونۍ به د “مهربانۍ او همدردۍ“ په توګه د خپلو شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته سر ورښکاره کوي.
په یوه بیانیه کې چې د فلسطیني مشرانو له خوا خپره شوې له ټولو هغو عربانو څخه مننه شوې چې د فلسطینیانو سره یې په دې لاریونونو کې برخه اخیستې.

په بیانیه کې راغلي؛ عربي نړۍ او ټول اسلامي امت باید له خپل منځي مذهبي او نژادي تفرقو لاس واخلي او خپل اصلي دښمن ته ځیر و اوسي.
اعلامیه زیاتوي؛ امریکا ټوله اسلامي نړۍ په مظاهرو او غندلو جنګ او جګړو بوخته کړې او په خپله یې عملي کار ته چې د بیت المقدس اشغال دی، مټې رابډ وهلې دي. “امریکا د مسلمه امت کور ته د جګړو سپرغۍ رسولې او په ضمن کې یې ټوله کفري نړۍ په ځانګړې توګه اسرائیل محفوظ ساتلي.“

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button