استرالیاوي پوځیانو په افغانستان کې ګڼ جنګي جنایات ترسره کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۱۹)
یوې استرالیاوۍ ورځپاڼې په افغانستان کې د دې هیواد د پوځیانو له خپلسري کړنو، شکنجو او پراخو جنګي جنایاتو څخه پرده پورته کړې.
د «سیدنی مورنینګ هرالډ» په نوم ورځپاڼه لیکي؛ استرالیاوي پوځیانو په افغانستان کې بشرضده کړنې، او په غیر قانوني توګه یې له زور څخه کار اخیستی دی.
دې ورځپاڼې مخکې تر دې چې په افغانستان کې د استرالیاوي پوځیانو په هکله په ۲۰۱۶ کال کې څیړنې ترسره سي، په یوه مخفي څیړنه کې جوته کړې چې د دې هیواد ځانګړو په لوی لاس ګڼ بشرضده جنایات ترسره کړي.
د ورځپاڼې په باور، دا ډول کړنو ته د خاصو ځواکونو په فرهنګ کې ځای ورکړل شوی او هغوی له کوم توپیر او اخلاقي فرهنګ پرته دا ډول جنایات ترسره کړي.
ورځپاڼې د دې ځواکونو له خوا د عامو خلکو د وژنې په باب څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده چې استرالیاوي پوځیانو په پلټنو او عملیاتو کې خلک سخت ځورولي او جنګي جنایات ترې شوي.
ورځپاڼې ته یوه استرالیاوي پوځي ویلي‘ زه پوهیږم چې په تیرو ۱۵ کلونو کې وحشتناکې پیښې ترسره شوې آن په پلازمینه کابل کې هم ګڼ شمیر شرموونکې پیښې رامنځته شوې‘
د دې هیواد د دفاع وزیر ویلي؛ موږ به دا ادعاوې جدي ونیسو او څه چې استرالویانو ترسره کړي مونږ پرې خبر یو.
استرالیا اوس مهال د غوڅ ملاتړ تر چتر لاندې ۳۰۰ ځواکونه په افغانستان کې لري.
باید وویل شي چې نه یواځې استرالیا بلکې د امریکا په مشرۍ ټول هیوادونه چې پر افغانستان یې بریدونه کړي په یو نه یو ډول جنګي جنایات یې ترسره کړي.
د جنګي جنایاتو په تر ټولو ډیره پړه امریکایي ځواکونو ته نیول کیږي، چې عملاً په افغانستان کې په ورځنۍ توګه جنایي پیښې ترسره کوي او د شپنیو چاپو او بمباریو سربیره په ګڼ شمیر شکنجو او غیرقانوني کړنو او نورو جنګي جرمونو کې ښکیل دي.



