امریکا له طالبانو سره مخامخ مذاکراتو ته زړه ښه کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۱۹)

 

په داسې حال کې چې امریکایي چارواکو پر طالبانو د سختو جګړو سربیره له ټولوفشارونو څخه کار واخیست او لا هم همدې هڅو ته دوام ورکوي،ترڅو پر هغوی د زور له لارې هرڅه ومني ، تازه د سپینې ماڼې چارواکو له طالبانو سره مخامخ مذاکراتو ته د دریم ګړي په توګه زړه ښه کړی.
د امریکا د جمهور رئیس دونالډ ټرمپ مرستیالې او د مرکزي آسیا لپاره د امریکا د ملي امنیت رئیسې لیزا کورټېس ویلي؛ امریکا چمتو ده چې د طالبانو او افغان حکومت په مذاکراتو کې ګډون وکړي.
هغې ویلي؛ موږ د افغان حکومت ځای نه شو نیولی مذاکرات به د افغان حکومت په رهبري ترسره کیږي او امریکا به یواځې د څارونکي په توګه په کې برخه اخلي.
د کورټیس په خبره؛ امریکا هڅه کوي روانه شخړه د خبرو له لارې پای ته ورسیږۍ.
طالبانو تل ټینګار کړی چې د جګړې اصلي لوری امریکا ده او د بې صلاحیته لوریو سره په مذاکراتو هیڅ وخت نه ضایع کوي.

تر دې وړاندې امریکایي چارواکو په یوه او بله بهانه له طالبانو سره له مخامخ مذاکراتو ډډه کوله.
بل پلو د سولې او مصالحې په برخه کې د ملګرو ملتونو استازي سټېو بروکینګ د امریکا د سولې په انیستیتوت کې د خبرو پر مهال ویلي چې که د بهرنیو ځواکونو په وتلو په افغانستان کې امنیت او ثبات راتللی شي نو باید پر دغه انتخاب هم غور وشي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button