خوست: د بهرنيو ځواکونو بمبارۍ کې پنځه ملکيان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۱۹) د ورکړل شويو راپورونو پر بنسټ، د خوست ولايت په صبريو ولسوالۍ کې بهرنيو ځواکونو د عامه خلکو په ميشت ځايونو بمونه غورځولي او مرګ ژوبله يې اړولې ده.

پېښه تېره شپه د يادې ولسوالۍ مربوط په نور کلي کې رامنځته شوې ده.

ځايي سرچينې وايي، په نور کلي د امريکايي ځواکونو له لوري هوايي بريدونه شوي چې په ترڅ کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي او څو تنه نور ټپيان دي.

طالبانو هم د خوست بريد د امريکايي ځواکونو کار بللی او دا يې يو ستر جنايت بللی دی.

په وروستيو کې د ګډو ځواکونو په هوايي بريدونو او شپنيو عملياتو ډير ځلي ملکي هدفونه په نښه کېږي چې هغوی ته پکې درنه مرګ ژوبله اوړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button