(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۱۹) د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزير علي احمد عثماني د ولسمشر غني د حکم پر بنسټ له دندې ګوښه کړای شوی دی.
د ولسمشر له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د نوموړي وزير پر ځای د یاد وزارت معین د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
خبرپاڼه زياتوي، د ولسي جرګې څخه د تاييد رايې تر اخيستلو پورې به انجينير محمد ګل حليمي د اوبو او انرژۍ وزارت چاري سمبالوي.
د ګوښه شوي وزير عثماني د ليرې کولو په اړه نور جزيات نه دي ورکړل شوي خو څه موده مخکې د ارګ او انرژۍ وزير تر منځ د اختلافاتو خبرونه ورکول شوي و او نوموړی يې څو ورځې مخکې په بلخ کې د يوې مهمې پروژې د افتتحاح له مراسمو منع کړ او پر هغه يې د ممنوع الخروج کسانو په ليست کې شامل کړ.
د ګډ حکومت په ويش کې د بريښنا وزارت د ډاکټر عبدالله په برخه رسېدلی دی.
د ارګ او عثماني تر منځ اخلافات وروسته له هغې زيات شول چې د ملي امنيت رئيس معصوم ستانکزي غوښتل ورور يې د ياد وزارت سلاکار شي، عثماني له هغه څخه د ازموينې د اخيستلو غوښتنه وکړه خو ارګ ويل چې بغير له ازموينې دې د وزير سلاکار وټاکل شي خو د اوبو او انرژۍ وزير يې مخالفت وکړ.

















