سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

د طالبانو اوربند په څه معنا

جنت ګل نشرونکی: جنت ګل
جون 9, 2018
کټګوریانې: سرمقاله, مهم
0
617
ځلې شریک شوی
173
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

سرلیکنه

د وسله والو طالبانو مشرتابه نن په یوه رسمي اعلامیه کې خپلو ټولو جنګیالیو ته علني حکم وکړ چې د اختر په دریو ورځو کې دې خپل ټول تهاجمي حملات متوقف  کړي، او مقابل لوری دې د تېر په څېر الٰهي خوښۍ لمانځنې ته ارام پرېږدي.

که څه هم طالبانو په تېرو ټولو اخترونو کې د نااعلان شوي اوربند له مخې پر دولتي مخالفینو له ممکنه بریدونو ډډه کوله، خو دا ځل یې د یاد اوربند اعلان د ارګ له لوري د اوربند تر اعلان وروسته راغلی.

د ارګ او طالبانو اوربند که له هرې زاویې وڅېړو، یو نېک اقدام او یوه ښه پیلامه ده.

د طالبانو په پیغام کې د مکث وړ څو نقطې:

طالبان داسې مهال په اختریزو خوښیو کې پر افغان دولتي کسانو د نه برید کولو اعلان کوي چې تر دې څو اونۍ وړاندې یې عملاً یادو دولت پلوه وګړو ته د عمومي عفوې مشرو ط اعلان کړی و. د طالبانو هغه اعلان ځکه بېساري و چې ټولو هغو مجرمینو ته هم عفوه پکې نغښتې وه چا چې د دولت او امریکایي ځواکونو تر سیوري لاندې پر افغان ولسونو د ستم بې رحمه مېچنې وڅرخولې.

که څه هم دولتي رسنیو هغه اعلان ته دومره پوښښ ور نه کړ، خو په عمل کې یې اثرات ډېر او د زیاتې وینې تویېدنې مخه په کې ونیول شوه.

د طالبانو په نوم د افغان ولس مبارزه له پیله د بهرني اشغال پر وړاندې ده، چا چې د افغانانو په مټ رغېدلی د عدالت سپېڅلی شرعي حکومت په ډېر بربریت سره را وپرزاوه.

د دې اشغال پر ضد د وسلوالې مبارزې له پیله، طالبان په حکومتي قواوو په هره اعلامیه کې غږ کوي چې د لوېدیځ د ستراتیژیکو موخو لپاره دې د خپلو وروڼو پر وړاندې جګړه نه کوي خو….

په اوربند کې دولتي ځواکونو ته ځانګړی امتیاز

طالبانو د اختر په ورځو کې د جګړو د اوربند سربېره ټولو سیاسي او نظامي دولت پلوه کسانو ته د دې اجازه ورکړې چې په ډاډ سره کولای شي په یادو محدودو ورځو کې د دوی تر واک لاندې سیمو ته د خپلو خپلوانو پوښتنې ته ورشي او له خپلو کلیوالو سره په ډاډه زړه اختریزې شېبې تیرې کړي. دا د طالبانو له خوا یو بل انعطاف و چې مقابل لوري ته یې د یوه امتیاز په توګه ډالۍ کړ.

بهرنیان له دې اوربنده مستثنا دي

طالبان چې له پیله خپل اصلي مقابل لوری امریکایي اشغالګر بولي او افغان ځواکونه د هغوی د مدافع ځواک په توګه پېژني او تل یې د هغوی له دفاع څخه راګرځوي، د اوربند په متن کې هم په ښکاره توګه د هغوی د هدف ګرځولو وړاندیز شوی.

د شنونکو په آند، که څه هم هغوی د ولسمشر غني له اوربنده ملاتړ ابلاغ کړی، خو د روانو ناخوالو سرچینه همدوی بلل کېږي چې په یوه او بله بهانه غواړي خپل نظامي شتون دلته لا پسې وغځوي.

د بندیانو خلاصون

طالبانو د ارګ د پیغام په مقابل کې خپل پیغام ته د بشري خواخوږي څه نور انعطافات هم ور زیات کړي. د بندیانو د دوسیو څېړل او د هغو بندیانو خوشي کول چې د کلک تضمین له مخې په ورکولو سره بیا نه غواړي د دولت لیکو ته ورشي .

دا هم ولولئ

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د طالبانو دا ابتکار ښیي چې دوی په ټوله مانا ژمن دي چې له دښمن سره هم د بشري او اسلامي اصولو په رڼا کې چلند وکړي، هغه وړاندیز چې د ارګ په اعلامیه کې نه تر سترګو کېږي. په داسې حال کې چې د هیواد په مختلفو محابسو کې تر ۳۰ زره ډېر بېګناه افغانان د بند نامعلومې ورځې شپې له کوم برخلیک پرته تېروي.

طالبانو ویلي چې له دې فرمانه یواځې سیاسي بندیان (اردو، پولیس او د بېلابېلو حکومتي ادارو کارمندان) ګټه اخیستلای شي.

طالبانو د دې سربېره یادو بندیانوته د نورو سهولتونو او امتیازاتو د ورکړې ژمنه هم کړې او ویلي یې دي: ”د اسلامي امارت په بندیخانو کې چې څومره بندیان دي، هغه که جنایي وي که جنګي، د اختر په شپو ورځو کې دې مجاهدین د خوښیو سهولتونه، او د امکان په صورت کې له کورنیو سره د ملاقاتونو زمینه ورته مساعده کړي.“

طالب مشرانو له پوره ځراکت او ظرافته کار اخیستی او تېرو تجربو ته په کتلو سره یې د اوربند پر مهال د ملکي تلفاتو د مخنیوي غم هم خوړلی دی.

په داسې حال کې چې امریکا ویلي چې د اوربند پر مهال به د داعش او بهرنيو جنګیالیو پرضد عملیات لا څپڅپانده کړي، خو طالبانو، تېر ته په کتلو سره، چې د داعش په پلمه په ځلونو ولسي وګړي، طالبان او آن افغان ځواکونه په نښه شول، خپلو ټولو افرادو ته حکم کړی چې د ولسي خلکو په غونډو او د تجمع په ځایونو کې له ګډون کولو ډډه وکړي څو، د دوی په باور، ”زموږ ظالم دښمن په بهانه ګرزولو سره پر عام ولس ړندې بمبارۍ ونه کړي او د خلکو د تلفاتو سبب ونه ګرځي.“

په ټوله کې د طالبانو اعلان څو پیغامونه له ځانه سره درلودل:

  • د هغه افغان ولس د ارادې تمثیل چې له لسیزو را په دېخوا په جګړو کې کړېږي او سوله ورته تر هرڅه لومړیتوب ښکاري
  • د ټولنې تر ټول مظلوم قشر، چې بندیان دي، په اړه عادلانه پرېکړه او رښتینې ډیپلوماسي
  • ټولو مخالفینو ته، که د لوړې کچې او د ټیټې رتبې کسان وي، په خپلو سیمو کې د اختریزو شېبو پر مهال د ډاډمن امن تضمین ورکول
  • د اشغالګرو پر وړاندې منصفانه قضاوت او پر وړاندې یې د مبارزې د لا تشدید وړاندیز

او تر ټولو د خوښۍ ځای دا دی چې په کندهار او کابل کې یاد اوربند د خوښۍ په جشنونو ولمانځل شو.

د اوربند دا هرکلی او جشنونه ثابتوي چې د طالب اثر په نړیوالو او هېوادوالو ټولو مخالفينو خورا زيات دی. که مخالفين يي په هر نيت کوي، خو بيا هم د اسلامي امارت ته يو ځانګړی اثر ترې جوتېږي.

لوی ټکي: اوربندد طالبانو اعلامیهطالبان
مخکینې مطلب

مالیزیا: وزیران به د ګلانو له ګېډیو پرته نورې ډالۍ نه مني

بل مطلب

ګیلاس (الوچه)وپیژنئ او له روغتیایي ګټو یې خبر شئ

ځانګړي مطالب

افغانستان

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
افغانستان

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com