د مهاتیر محمد مشري کې رامنځته شوی نوی حکومت غواړی نوی قانون تیار او پلی کړی او هغه دا چې د حکومت وزیران به د ګلانو له ګېډیو پرته نور هیڅ ډول ډالۍ نه مني.
د “ده سټار انلاين” په نوم ماليزيايي ویب سايټ لیکلي چې د مالیزیا لومړی وزیر مهاتیر محمد یوه خبري کنفرانس کې وویل: نوی قانون به تیاروو او پلی کوو او هغه دا چې د دولت وزیران به له چا نه هیڅ ډول ډالۍ نه اخلي او نه مني. هغه له دې قانونه د ګلانو ګېډۍ، مېوې او خوراکي شیان مستثنا کړل او زیاته یې کړه: له پرته هر ډول ډالۍ به منعه وي او ورکوونکی او اخیستونکی به دواړه مجازات کیږي.
92 کلن مهاتیر محمد د روان کال مئ په 10 واک ته ورسید او دی د مالیزیا له استقلال وروسته د هیواد اووم لومړۍ وزیر شمیرل کیږي، مالیزیا کال: 1957م کې له برتانوي استعمار نه ازادي ترلاسه کړې وه.
مهاتیر محمد اوږده موده پر مالیزیا واک چلولی، بیا له سياسته ګوښه او تقاعد شو، خو له ده وروسته واکمن په غلا او بډو تورن شول او دولت کې فساد مخ پر زیاتیدو شو، بناء ده یوځل بیا سیاست ته راودانګل او اراده لري هیواد کې شته فساد له منځه اوسي.
څرنګه چې اکثره واکمن، کم رتبه او لوړ رتبه چارواکي آن له پولیسه تر وزیره رشوت او هره حرامه پیسه خامخا په ښه نوم تعبيروي، او رشوتونه، بډې او نورې شوکې په ډالۍ او شیرینۍ سره یادوي، نو د ډاليو په اړه د مالیزیا دا قانون د ستایني او تقلید وړ دی.

















