(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۲۱)
د لوګر د ولایت له مقام څخه خپره شوې مطبوعاتي خبرپاڼه کې راغلي، چې د ګډحکومت له خوا د دې ولایت والي محمد انور خان اسحاقزي د طالبانو له والي مولوي محمد نعیم اخندزاده سره اړیکه نیولې او د اوربند په تړاو یې خبرې ورسره کړې .
خبرپاڼه زیاتوي“ اسحاقزي د لوګر لپاره د طالبانو والي ته د سولې د اوربند مبارکي ورکړه او ډاډ یې ورکړ چې په محابسو کې به ټول هغه طالبان چې جنایي سابقه و نلري د حسن نیت له مخې خوشې کوي“
اسحاقزي د طالبانو له والي غوښتي چې د دوی مشر امیرالمؤمنین حضرت مولنا هبةالله اخوندزاده ته یې تاوده سلامونه وسیلتاً ورسوي.
خبرپاڼه وایي چې د طالبانو له والي غوښتل شوي چې د اختر لمونځ دې ، د دې ولایت په جامع جومات کې له دوی سره یوځای آدا کړي.
خو د طالبانو سرچینو بیا دا خبر مطلق رد کړې او ویلي یې دي چې والي اسحاقزي ښایي له بل کوم مجهول آدرس سره تماس نیولی وي.
سرچینې زیاتوي د لوګر لپاره د طالبانو والي محمد نعیم اخندزاده نه نومیږي، او نه هم په دې نوم کوم طالب مسؤل په یاد ولایت کې شته چې په دې تړاو د والي ادعاوې یا غولونکې بڼه لري او یا هم والي تیر ایستل شوی دی.
باید وویل ش چې ګډحکومت د روژې له ۲۷ د اختر پنځمې او طالبانو د اختر درۍ شپې اوربند اعلان کړی.
طالبانو له خپل اوربند څخه نړیوال ځواکونه او حکومت بیا د داعش او القاعده ډلې مستثنا کړې.
د دې تر څنګ طالبانو ټولو نیول شویو دولتي کسانو ته هم د خوشې کیدو اعلان کړی په دې شرط چې بیا به د دولتي ځواکونو لیکو ته نه ورځي.


















