ګډحکومت یوځل بیا له پاکستان سره د استخباراتي معلوماتو د شریکولو هوکړه کړې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۲۱)

د ګډ حکومت چارواکي یوځل بیا له پاکستان سره پر دې سلا شوي چې د افغانستان ځینې ارتباطي افسران به د پاکستان په آی اس آی او د پاکستان ځينې ارتباطي افسران به د کابل په استخباراتي اداراتو کې وي تر څو د دواړو لوریو د ملي امنیت په تړاو ځینې محرم مالومات یو بل ته ورکړي.

د چین شینهوا خبري اژانس د خبر تر مخه، د دواړو حکومتونو چارواکو وروستۍ مخفي ناسته د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې تر سره کړې او بر یاده جنجالي مسئله یې یوځل ییا تړون لاسلیک کړی دی.

د دې هوکړه لیک تر مخه؛ دواړه لوري به یو بل ته د پولې په دواړو غاړو کې د وسلوالو د فعالیتونو، د ممکنه بریدونو، ، د وسلوالو ډلو د تګ راتګ او نورو تحرکاتو په هکله خپلمنځي معلومات ورکوي.

د دې تړون هوکړه څوکاله وړاندې ډاکټر غني د پاکستان د پوځ له مشر سره منلې وه چې بیا د سختو اعتراضاتو له امله وځنډول شوه.

دا راپور داسې مهال مخته راځي چې ټاکل شوې ده سبا د پاکستاني پوځ مشر قمر جاوید باجوه د اشرف غني په بلنه کابل ته راشي.
د مشرانو جرګې غړي وایي؛ افغان چارواکي یواځې هغه څه تر سره کوي چې امریکایي سفارت یې ورته لارښوونه وکړي او پاکستان ته د افغان چارواکو وروستی سفر هم د امریکایانو په ځانګړې غوښتنه تر سره شوی.
د سیاسي چارو کارپوهان په دې آند دي چې د ګډحکومت چارواکو پاکستان ته دومره امتیازات ورکړل چې هیڅ حکومت نه دي ورکړي چې د ډیورند په کرښه د اغزن تار تیرول، د فاټا پر تړون چوپتیا، د ډیورند د کرښې د رسمیت پیژندلو ګنګوسې، د استخباراتي معلوماتو شریکول او ګڼ نور امتیازات چې له امله یې ډېرې بریا ته نږدې پروسې هن له ماتې سره مخ شوې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button