دفاع وزارت: د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله وژل شوی دی

د دفاع وزارت یوه لوړپوړي چارواکي ویلي چې د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله د امریکا او افغان هوايي ځواکونو په یوه ګډ هوايي برید کې وژل شوی دی.

د امریکا پوځ تېره ورځ پنجشنبه وویل چې د افغانستان په ختیځ کونړ ولایت کې یې د وسله والو پر یوه لوړرتبه کس هوايي برید کړی دی، چې د یوه امریکايي چارواکي په وینا، د برید هدف ملا فضل الله و.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند، محمد رادمنش رویټرز اژانس ته ویلي، ”زه تاییدوم چې د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله د کونړ د مرورې ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په یوه ګډ هوايي برید کې وژل شوی دی.“

رادمنش زیاته کړې چې برید د پنجشنبې په سهار شاوخوا ۹ بجې ترسره شوی دی.

بل خوا، د پاکستاني طالبانو یوه غړي رویټرز اژانس ته د ټیلیفون له لارې ویلي دوی هڅه کوي چې په افغانستان کې دننه له خپلو مېشتو کسانو د نوموړي د ژوند او یا مرګ په اړه معلومات ترلاسه کړي.

د پاکستاني طالبانو غړی مولوي عبدالرشید ویلي، ”موږ د جمعې له سهار راهیسې اورو چې زموږ امیر د کونړ په مروره ولسوالۍ کې له څلورو نورو قومندانانو سره وژل شوی دی. دوی په یوه کور کې و چې بې پیلوټه الوتکې توغندي پرې وتوغول او شهیدان یې کړل.“

ملا فضل الله نږدې یوه لسیزه وړاندې د پاکستان په سوات دره کې د وسله والو د یوه مشر په توګه راڅرګند شو.

ویل کېږي نوموړی په پاکستان کې د نورو بریدونو تر څنګ په هغه برید کې هم لاس درلود چې په ۲۰۱۴ز کال کې د پېښور په آرمي پبلک سکول ترسره شو، چې په پایله کې یې د یاد ښوونځي نږدې ۱۳۲ زده کوونکي ووژل شول.

د روان کال په مارچ میاشت کې، امریکا د مولانا فضل الله پر سر ۵ میلیونه ډالر انعام اعلان کړل.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button