د الجزیره نه په مننې
عزیر اسدخیل
د یمن ولسي فوځ ویلي چې ځواکونو يې چې ولسي او عربي ائتلاف ملاتړ له ځانه سره لري د یمن لویدیځ ته د میناء الحدیده په ساحل کې پرمختګ کړی، په مقابل کې د حوثیانو مشر عبدالملک الحوثي خپل اورپکی هڅولي څو له میناء الحدیده سیمی څخه په کلکه دفاع وکړی، او امریکا د اماراتو لخوا پر میناء الحدیده د ولکې لپاره په جګړه کې د مرستې غوښتنه رد کړې ده.
خبري سرچینې وایی چې د یمن ولسي فوځ ځواکونه د الحدیده ساحلي لارې ته چې په قضبه سیمه کې پرته ده رسیدلي څو د الباشا ټولنې هغو فامیلیو ته ځان ورسوي چې د الدواالکبیر استراتیژیکې سیمې ته په یو څو کیلو مترۍ کې موقعیت لري، همدا راز یې د ولسوالۍ مرکزته په څو کیلو مترۍ کې د الدریهمي ښار جنوب ته د دخنان، الحایط او القازه کلي هم تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.
د عربي ائتلاف ویاند جنرال ترکي المالکي ویلي چې د النصر الذهبي عملیات چې دغه ائتلاف یې پر مخ بیایی موخه یې د الحدیده هوایی ډګر نیول دي خو د پلازمینې صنعاء لویدیځ ته په ۳۵۰ کیلو مترۍ کې میشت دي او ځواکونه یې دغه ښار ته د ننوتلو کوم نیت نلري.
د یمن یو نظامي مسؤل ویلي چي ائتلافي ځواکونه یې چې په ۲۱زره اماراتي، سوډاني او ځینې یمني سرتیرو مشتمل دی د الحدیده په جنوبی ساحل کې د بمونو په شنډولو په سیمه کې د حوثیانو په موندلو بوخت دي.
الأناضول خبري اژانس له یوې یمني نظامي سرچینې په حواله خبر ورکړی چې حکومتي او ائتلافي ځواکونه د الحدیده هوایی ډګر ۳ کیلو مترۍ ته رسیدلي او ځینې نور ځواکونه یې بیا د ساحلي لاري نه د جمعیة الباشا فامیلیو ته رسیدلي دي.
او د هغو سختو جګړو له امله چې دواړه خواو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې د حوثیانو اورپکو شاتګ کړی او ختیځ لور ته د الدریهمي ولسوالۍ مرکز ته په تلو مجبور شوي دي.
ائتلاف یادونه کړې چې د دې نظامي عملیاتو موخه چې د تیرې چهارشنبې به ورځ یې په الحدیده کې پیل کړی یمني ولس ته بې خنډه بشري مرستي رسول او د دولتي اوبو د بهیدلو تامینول دی، پر میناء الحدیده سیمې ولکې ټینګولو سره به حوثیانو ته د ایرانیانو د وسلو استولو مهمه لاره چې د میناء الحدیده سیمې نه تیریږي پرې کړای شي.
دغه عملیات د قانوني دولت او د ملګرو ملتو د ائتلاف په غوښتنه ترسره شوي څو میناء الحدیده تر خپل نظارت لاندې وساتي.
له بلې خوا د حوثیانو مشر عبدالملک الحوثي بیا خپل جنګیالي د میناء الحدیدة سیمې نه د دفاع لپاره هڅولي دي.
واشنګټن به دغو عملیاتو کې له هر راز مرستې او ملاتړ نه انکار کړی خو فرانسې بیا د مرستې ټټر وهلې دی.
یمن له څو کلونو راهیسې د په رسمیت پیژندل شوي حکومت، حوثیانو او پخوانی ولسمشر علي عبدالله صالح د پلویانو لخوا د سختو جګړو شاهد دی، او سعودی عربستان د عربي ائتلاف په مشرۍ په کال ۲۰۱۵ کې په دغه جګړه کې هغه مهال ښکیل شو چې په ۲۰۱۴ کال کې حوثیانو د پام وړ پرمختګ وکړ، او د پلازمینې صنعاء په شمول یې د یمن پر پراخو سیمو خپله ولکه ټینګه کړه.
















