جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

د داعش په ملاتړ حکومت خپل اوربند ختم کړ/ خالد روان

محمد عابد نشرونکی: محمد عابد
جون 22, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
585
ځلې شریک شوی
249
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

د پکتیکا پخواني والي عبدالکریم متین  د لومړي ځل له‌پاره د داعش له ډرامې څو میاشتې وروسته وویل، چې د ملي امنیت ځواکونو په پکتیکا کې دوه سوه زره ډالر وېشلي؛ څو د داعش په نامه وسله‌وال راپورته کړي. متین له دغه خبري کنفرانس وروسته له دندې گوښه شو او اوس د غزني برحاله والي دی.

درې کاله وړاندې د ولسي جرگې د هغه وخت مرستیال ظاهر قدیر د ملي یووالي حکومت تورن کړ، چې له داعش څخه ملاتړ کوي او په ننگرهار کې د حکومت له لوري داعشیان روزل کېږي، ځینې سیمې ورته په قصدي ډول پرېښودل کېږي او آن امریکايي الوتکو کې ځینو سیمو ته رسول کېږي.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

قدیر په ښکاره وویل، چې په دې اړه کره شواهد هم لري؛ خو د قدیر کره شواهد ملت ته وړاندې نه شول او د گمرک په معامله کې یې ټول معلومات د امریکا سفارت ته وسپارل.

 که په کوم بل هېواد کې د حکومت کوم چارواکي داسې خبرې کړی وای؛ نو اوس به وختي د دار په تخته راځړول شوی وای؛ خو حکومت ځکه غوږونه کاڼه کړل، چې د کاسې لاندې نیم کاسه حتماً شته.

دوه میاشتې وړاندې د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل وویل، چې د ملي یووالي حکومت په لومړیو وختونو کې ترې غوښتل شوي وو، چې داعش ته پراخ تبلیغات وکړي او داعشیان د طالبانو په پرتله څو چنده غښتلي وښيي او د ملي امنیت ریاست په دغه برخه کې پراخ کار وکړ. خو ده ونه ویل چې د ملي امنیت څومره داعشیان وروزل او تر کومو ځایونو یې ورسول.

په ولسي جرگه کې د ننگرهار د خلکو استازي حضرت علي په ډاگه وویل، چې د ننگرهار ځینې چارواکي داعشیانو ته وسلې ورکوي، د دوی په موټرو کې مهمو ځایونو ته رسول کېږي او د ننگرهار په هوايي ډگر کې یې روزنه او تجهیز کېږي. له حضرت علي هېچا ونه پوښتل، چې دغه خبرې دې څومره سمې او کره دي؛ ځکه حکومت ډارېږي، چې ملت ته به باد بڼکه شي او په دې موضوع یوازې اورېدل کوي او له څېړنو تېرېږي.

د داعش د راپیداکېدو وروسته داسې خبرې لسگونه لوړ پوړو چارواکو کړي؛ خو حکومت هر ځل پرې چوپه خوله پاتې شوی. حکومت نه ملت ته ځواب ورکوي او نه په افغانستان کې مېشت امریکايي عسکر د خلکو اندېښنو ته ځواب وايي.

په ننگرهار کې د داعش او طالبانو په جگړه کې امریکايي او افغان هوايي ځواکونو په گډه داعشیانو د پرمختگ له‌پاره د طالبانو پر لیکو بمباري کړي. طالبان یې په لوی لاس داعشیانو ته کمزوري کړي او د طالبانو له ولکې یې ځینې سیمې ویستي دي. تېر ژمی په خوږیاڼیو کې د طالبانو او داعش په جگړه کې حکومت په رڼا ورځ داعشیانو ته وسلې ورکولې او د سیمې زرگونه کورنۍ یې کډه کولو ته اړې کړې.

د ننګرهار د خوږیاڼیو، پچیراگام، چپرهار، کوټ، بټي کوټ، اچین او نورو ولسوالیو له خلکو وپوښتئ، چې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ هر ځل جگړه کې امریکا څوک بمبار کړي او څوک یې له سیمې ایستلي دي؟ په ننگرهار کې د طالبانو هغه خطونه له منځه یوړل شول، چې د داعشیانو د پرمختگ مخه یې نیوله. همدا دوه اوونۍ وړاندې په زاوه کې د طالبانو خط له منځه یوړل شو.

پرون په لغمان کې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ خونړۍ جگړه پیل شوې وه؛ خو امریکايانو یوازې پر طالبانو بمباري وکړه؛ خو د طالبانو کلک مقاومت وکړ او سیمه یې له دغو فتنه‌گرو پاکه کړه.

حکومت دې نور د ملت په سترگو کې خاورې نه اچوي، بلکې په ښکاره دې ووايي، چې داعش د دوی او امریکا گډه پروژه ده او د امریکایانو له وتلو وروسته غواړي د دوی پرمټ افغانستان نویمو کلونو ته وروگرځوي؛ خو د طالبانو په موجودیت کې به امریکا دغه ارمان واشنگټن ته یوسي. دا ملت ړوند نه دی. د داعش راډیو له تېرو څلورو کلونو راهیسې په ننګرهار کې فعاله ده؛ خو د طالبانو راډیو په دویمه ورځ په غزني کې له منځه وړل کېږي.

لاندې د طالبانو اعلامیه هم کټ مټ لوستلی شئ!

په لغمان د داعشي فتنې جرړه وخته او ټول افراد يې ووژل شول

له څه مودې راهیسي د داعش په نامه فتنه ګر د لغمان ولایت الینګار ولسوالۍ د ګندګل درې سیمې ته را استول شوي وو چې ځانته په سیمه کې ځاله جوړه کړي.

د معلوماتو په اساس دغه فتنه اچونکي عناصر د جوړیګۍ ماسور، اسکین کندا او ګنده ګل لوی کلي سیمه کې ځای پرځای شوو او دلته يې د ولسو په ځورولو پيل کړي وو.

وروسته له هغه چې د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا څو ځلې دعوت ورکړل شو چې له شرارت څخه را وګرځي او د خلکو له ځورولو او اختطافونو لاس په سر شي، هغوی په کرارتو دعوت رد کړ او خپلې فتنې اچونی ته يې دوام ورکړ.

وړمه ورځ د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا هم پرې پراخ عملیات پيل شول چې نن ورځ ټوله سیمه له دغه شریرو عناصرو پاکه شوه.

د لوړو غرونو څوکې، لاندې آوارې د جوړیګۍ ماسور، اسکین کندا او ګنده ګل لوی کلي ټول يې له شتون څخه پاک شول، لسګونه وژل شوي افراد يې په سیمه کې پراته دي، د احتمالي ژوندي پاتو پسې يې هم د مجاهدینو لخوا تصفیوي عملیات روان دي. له داعشي اختطافګرو سره په جګړه کې ایله یو مجاهد شهید شوی.

بلې خوا تیره ورځ چې کله د اسلامي امارت مجاهدینو په دغو داعشیانو عملیات پیل کړل نو يې د حمایت لپاره امریکايي الوتکي سیمې ته را ورسیدې او د مجاهدینو په جنګي کمربند باندې يې بمبارونه پيل کړل چې له امله يې ۴ تنه مجاهدین د شهادت لوړ مقام ته ورسیدل.

د امریکايي حمایت او بمبار سره سره مجاهدینو د داعشي فتنه اچونکو په ضد خپلو عملیاتو ته دوام ورکړ او د لغمان ولایت یاده سیمه يې د هغوی له کرغیړن وجود څخه پاکه کړه.

د ننګرهار ولایت په ځینو شرقي ولسوالیو کې هم چې کله د اسلامي امارت مجاهدینو د داعش په نامه اختطافګرو په خلاف پریکنده عملیات پيل کړي، امریکايي الوتکی د داعشیانو حمایت ته را رسیدلي او نه پریږدې چې مجاهدین د داعش په نامه فتنې جرړې وباسي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۷/۱۰/۱۴۳۹هـ ق

۳۱/۳/۱۳۹۷هـ ش ــ 2018/6/21م

لوی ټکي: امریکاپروژهحکومتخالد روانداعشلغمانمهم
مخکینې مطلب

که طالبانو اوربند ونه مانه د ځینو سفارتونو مخ ته پرلت وهو

بل مطلب

د اسلام دښمنان بې روحه اسلام غواړي

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com