سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

د بهرنيانو شتون د خبرو، امن او سولې مخه نيولې ده

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جون 22, 2018
کټګوریانې: تبصرې, مهم
0
298
ځلې شریک شوی
103
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

تبصره

 

دا هم ولولئ

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

که څه هم په افغانستان کې شاهي نظام يو عياش نظام ؤ، خو افغانانو د سولې ژوند پکې درلود. ولسي وګړو له ظاهر شاه پرته د کابينې غړي، وزيران او په وزارتونو کې مشاورين نه پېژندل. علماء کرامو به په خطبو کې د ”المتوکل على الله“ تر ويلو وروسته د ظاهر شاه نوم اخیست. که علماء کرامو په خطبو کې د ظاهر شاه نوم نه وای اخیستی، شايد ډېرو افغانانو به له ٤١ کلونو وروسته هم شاه نه پېژانده، ځکه هغه وخت سوله وه او هر افغان، که باى و او که د کوډلې ملنګ، د خپل ژوند ساه په سکون اخیسته.

ځینو علماء کرامو به ويل، ”د پاچا (بادشاه) په ليدلو د دوزخ اور حرامېږي،“ اما د ژوند تر پايه یې ليدلاى نه شو. باچا به يواځې په دربار او د بتانو په موزيمونو کې ليدل کېده، ځکه خو یې ليدل ګران و.

خو څه وخت چې روسانو د خپلو غلامانو (کمونستانو) په مرسته پر افغانستان يرغل وکړ او له هغې وروسته د امريکا يرغل ته تش په نامه جهادي مشرانو زمينه برابره کړه، په افغانستان کې بيا افغانانو د سکون ساه نه ده اخیستې. هره ورځ افغانستان ته د سولې په نامه د شمالي ټلوالې رابلل شوي امريکايان له کورونو، بازارونو، ديني مرکزونو او آن له حکومتي پوستو د پوليسو جنازې باسي.

د ناټو عمومي منشي، ینس سټولټنبرګ، په افغانستان کې تر درې ورځنې اوربند وروسته، په لندن کې د ناټو سرمشريزې غونډې ته ويلي چې د دې اوربند پر بنسټ بايد نور کار وشي، تر اوږدې مودې پورې دې وغځول شي.

په افغانستان کې د سولې مخه دې ټکي نيولې ده چې امریکا او ناټو ټینګار کوي چې د سولې خبرې باید په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو په موجودیت کې د امریکا پر ځای له افغان حکومت سره وشي. اما، حقيقت دا دی چې همدا د بهرنيو ځواکونو موجوديت دی چې په افغانستان کې يې د سولې او امن مخه نيولې ده.

د ټرمپ مرستيال، مايک پنس، هم په يوه ټلفوني اړیکه کې اشرف غني ته دا وينا کړې ده چې د بهرنيو پوځونو په موجوديت کې دې له طالبانو سره د خبرو زمينه برابره کړي.

امريکا او ناټو پر هغه څه ټينګار کوي کومو چې په افغانستان کې سوله له منځه وړې ده.

د ناټو عمومي منشي، سټولټنبرګ، د لندن په سرمشريزه غونډه کې د ناټو دریځ روښانه کړ، ویې ويل له افغانستانه د بهرنيو پوځونو په وتلو سوله نه شي راتلاى، بلکې د بهرنيو پوځونو په پاتې کېدا راتلاى شي.

سټولټنبرګ يوه ټکي ته اشاره کړې چې پخپله او امريکايي چارواکې پرې اعتراف کوي، وايي په افغانستان کې مو په ١٧ کلونو کې له افغانانو تاواني جګړه ونه ګټله، بايد مسئله د خبرو له ليارې حل کړل شي.

Image result for us forces afghanistan artillery

خو د سټولټنبرګ دا وينا چې وايي، ”طالبان باید پوه شي چې د جګړې په ډګر کې نشي بریالي کېدای“ او ”دوی به د جګړې په ډګر کې بریالی نشي،“ په دې اړه نړيوال ذهنيت دا دی چې امريکا هم هيڅ وخت په افغانستان کې روانه جګړه نه شي ګټلاى. که هر څو په افغانستان کې د جګړې د ګټات لپاره پوځونه پاتې او زیات کړي، بيا به هم د سر او مال په تاوان له افغانستانه وځي.

افغانانو روسانو ته خپل نه ماتېدونکی مقاومت وښود. دا ډول امريکا هم بايد پوهه شي چې افغانان که په جګړو کې پر هر ډګر بريالي دي، د مېز تر شا په مذاکراتو کې هم بريالي دي. خو مذاکرات له هغه چا سره کوي له چا سره چې په جګړه اخته دي، چا چې یې پر هېواد تېری کړی دی، چا چې یې د هېواد پر تاريخ، کلتور، ملي عنعناتو، ملي ارزښتونو او ملي نواميسو تېری کړى دى؛ له بلواکو او بې واکو سره بې پايلې مذاکرات نه کوي.

لکه څرنګه چې په افغانستان کې سوله د بهرنيو په يرغل او شتون سره له منځه تللې ده، دا ډول د بهرنيو په وتل سره راتلای شي. يواځې افغان ولس نه، بلکې ټول سوله غوښتونکي هېوادونه پر دې ټينګار کوي چې نور بايد اشغالګر پوځونه له افغانستانه ووځي او د افغانستان له سولې سره په سيمه او نړۍ کې سوله رامنځته شي.

طالبانو تل په خپل ثابت دريځ سره ويلي چې د بهرنيانو په موجوديت کې مذاکرات بې ګټي دي.

که چيرې ملګري ملتونه د مهالوېش له مخې د بهرنيو پوځونو د وتلو او د افغان حکومت د سولې او مذاکراتو د واک تضمين ورکړي، افغان حکومت باندې د واک باور پيدا شي، خبرې او سوله ناشونې نه ده. همدا د بهرنيو پوځونو پاتې کېدل او پر افغان حکومت بې باوري ده چې په افغانستان کې یې د مذاکراتو او سولې مخه نيولې ده.

امريکا چې پر کومو هېوادونو يرغل کړی، د سولې په نامه یې امن له منځه وړی دى. د خپلو پوځونو د شتون لپاره یې د مذاکراتو او له نورو پلمو کار اخیستى دى. په افغانستان کې هم د سولې او مذاکراتو د دوام په پلمه جګړه جاري ساتي. طالبان په هر هېواد کې که عربستان، متحده عربي امارات، ازبکستان او يا په بل هغه هېواد کې چې د امريکا اشغال پای ته ورسوي له مذاکراتو مخ نه اړوي.

مخکینې مطلب

میدان وردګ: جلریز کې امنیتي ځواکونو پوستې پریښې

بل مطلب

راتلونکې یک شنبه د ترکیې پارلماني او ولسمشریزې ټاکنې ترسره کېږي

ځانګړي مطالب

افغانستان

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
افغانستان

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com