(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۳)
یوه نوې څیړنه ښیي چې د بریتانیا د پوځ په لیکو کې رواني ستونزې په بیسارې توګه زیاتې شوې او په کلنۍ توګه سلګونه انګلیسي عسکر د پوځ له لیکو ایستل کیږي.
د دې هیواد رسنیو د “اتلانو سره مرسته“ په نامه د یوه خیریه بنسټ وروستۍ څیړنه خپره کړې چې په کې راغلي؛ تیرکال هره ورځ یو سرتیری د پوځ له لیکو ایستل سوی او دا لړۍ په پراخیدو ده.
د څیړنې تر مخه ؛ په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې په متوسط ډول هرکال ۲۳۹ کسان په روهي ناروغیو د اخته کیدو له امله له پوځ څخه ایستل کیدل، چې دا شمیره په تیر ۲۰۱۷ کال کې ۴۷۳ تنو ته رسیدلې.
راپور زیاتوي؛ یواځې راتلونکې اونۍ به ۴۹ نور ځواکونه د رواني ستونزو له امله له پوځ وایستل شي.
د اتلانو بنسټ وایی؛ بریتانوي پوځ د نړۍ په کچه ۵ درجه پوځ دی چې زیات لګښتونه او پراخه بودیجه لري خو په رواني ناروغیو اخته کسانو سره هیڅ راز مرسته نه ده شوې.
تر دې وړاندې د امریکا او نورو هیوادونو د پوځیانو راپورونه هم په ورته ډول انځور شوي و او په کې ویل شوي و، چې هرکال لسګونه هغه سرتیري د رواني ناروغیو له امله ځان وژنه کوي چې له افغانستان څخه بیرته خپلو کورونو ته ستانه شوي.


















