د برتانیې د اپوزیسیون مشر جیریمی کوربن ویلي دی چې د کارګرانو ګوند چې دی یې مشري په غاړه لري د فلسطیني دولت د رامینځته کیدو په پوره معنی ملاتړ کوي، هغه ژمنه وکړه چې که واک ته ورسید نو سملاسي به یې په رسمیت وپیژني.
نوموړي په اردن کې د فلسطیني مهاجرینو د بقعه کمپ نه د لیدنې پر مهال چې فلسطیني مهاجرینو ته یې د عاجلو مرستو په شمول هغوی ته د اونروا په نوم د کاري فرصتونو او یو شمیر روغتیایی مرکزونو پر ایجادولو سربیره دا ژمنه هم وکړه چې اسرائیل باید نور د فلسطین اشغال او هلته د هستوګنځایونو د جوړولو سیاست ته د پای ټکی کیږدي.
له دې نه مخکې د کارګرانو د ګوند دغه برتانیایی مشر د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ پر هغه پریکړه هم نیوکه کړې وه چې نیول شوي قدس ته یې د امریکا د سفارت د لیږد اعلان کړی و، او دا یې یو ستر ناورین بللی و.
کوربن په هغه مطبوعاتي کانفرانس کې چې تیره جمعه یې په اردن کې د سوریایی مهاجرینو په الزعتري کمپ کې د خپلې لیدنې پر مهال دایر کړی و زیاته کړه چې:
د ټرمپ دا پریکړه د هغې پریکړه په اړه چې په کال ۱۹۴۸ کې د سولې د راتلو د څرنګوالي په اړه پکې ټینګار شوی و چې باید د فلسطینیان حقوق په رسمیت وپیژندل شي او هغه دا چې باید یو ځانګړی دولت او حکومت ولري د ټرمپ ستره تیروتنه او له دغې پریکړې نا خبرتیا او جهالت دی.
کوربن ژمنه وکړه چې که د برتانیې کارګر ګوند واک ته ورسید نو سملاسي به د فلسطین دولت په رسمیت وپیژنی، او ویې ویل چې:
مونږ مخکې هم کارګر ګوند ته ویلي وو چی که حکومت مو ترلاسه کړ نو د فلسطینیانو حکومت به پداسې توګه په رسمیت پیژني چې په پوره معنی په ملګرو ملتو کې پراخ غړیتوب ولري. هغه ټینګار وکړ چې دا د فلسطینیانو حق دی څو په سوله کې پر خپله خاوره ژوند وکړي او دولت یې په رسمیت وپیژندل شي.
د یادونې وړ ده چې ټرمپ د تیر دسمبر په ۶مه په رسمي توګه نیول شوی قدس د اسرائیلو پلازمینه اعلان کړه او له تل ابیب څخه یې قدس ته خپل سفارت د لیږدل پریکړه وکړه، او دا یې د ټولټاکنو د کمپاین پر مهال ژمنه کړې وه.
په تیرې مۍ میاشت کې د امریکا متحده ایالتونو خپل سفارت عملا قدس ته ولیږداوه او د یوه رسمي ستر هیئت په وړاندې یې د هغې افتتاح وکړه چې پکې غاصب صهیونیستي رژیم هم ګډو درلود.
دا په داسې حال کې چې د فلسطینیانو، عربي نړۍ، اسلامي نړۍ، او نړیوالو د احتجاجونو په اړه یې هیڅ ډول اندیښنه او ویره نه درلوده.
د الجزیرة نه په مننې
عزیر اسدخېل


















