همايون همايون: که ولسمشر “بدمعاشي” کوي، مونږ هم زور ازمايي کولی شو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۴) د ولسي جرګې لومړي مرستيال همایون همایون د جرګې به ننۍ غونډه کې ګواښ وکړ که ولسمشر خپلو بدمعاشيو ته ادامه ورکړي نو دوی به هم په دې کار لاس پورې کړي.
همايون وويل، که ولسمشر غني د خپلو شخصي ساتونکو څخه د بدمعاشۍ کار اخلي نو دوی هم کولی شي د خپلو ساتونکو په وسيله د زور کار واخلي.
نوموړی په داسې حال کې دا ګواښ کوي چې وړمه ورځ راپورونه ورکول شول چې د ولسمشر ځانګړو ساتونکو د اوبو او برېښنا ګوښه شوی وزير علي احمد عثماني په زوره له وزارته ايستلی او د هغه دفتر يې تړلی دی.
ارګ ته نږدې سرچينو رسنيو ته ويلي، چې عثماني د ولسمشر د ساتونکو له لوري تر کوره رسول شوی او ورته يې ګواښ کړی چې بيا دندې ته ولاړ نه شي.
څه موده مخکې، د اوبو او برېښنا وزير علي احمد عثماني د ولسمشر د يوه فرمان پر اساس له دندې ګوښه شو خو د اجرائيه مشر عبدالله عبدالله له خوا ورته ويل شوي و چې دنده پرېنږدي.



