روزګان: د دولتي عسکرو خپلمنځي نښته کې ملکيانو ته مالي او ځاني زيان اوښتی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۵) د روزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې د دولتي ځواکونو خپلمنځي نښتې له کبله ملکي خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.
دغه نښته چې پرون ماذيګر د ښار په منځ کې د منار څلور لارې او ولايت تر منځ د ملي امنیت ځواکونو او د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د پخواني امر رحيم الله خان د وسله والو تر منځ رامنځته شوه پکې نهه کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
ځايي امنیتي سرچينې وايي، په پېښه کې د دولتي عسکرو سربيره ملکي خلکو ته هم ځاني او مالي زیان اوښتی دی.
د سرچينې په وينا، دغه نښته د تورو هندارو د پاکولو پر سر پیل شوه زیاتوي چې د ملي امنيت ځواکونو غوښتل د قومندان رحيم الله د وسله والو کسانو تورې ښېښې سپينې کړي خو هغوی ورسره په وسله واله نښته واوښتل.
د فهيم په نوم د ښار يوه اوسېدونکي کابل ټکی کام ته وويل، د دواړو غاړو په نښته کې د عامو خلکو درې دکانونه او دوه موټران سوځېدلي دي.
د ترينکوټ د ملکي روغتون مسئولين وايي، د پېښې له ځایه نهه تنه ټپيان وروړل شوي چې درې تنه يې د ملي امنيت عسکر او نور ملکي کسان دي.
د ترينکوټ چارواکي په دې اړه له معلوماتو ورکولو ډډه کوي.



